ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې چاودنې درې ملکي وګړي ووژل

author avatar
19 Feb 2014 - 14:38
author avatar
19 Feb 2014 - 14:38

پلخمري (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٢): په بغلان کې ولايت کې پر يوه ملکي موټر چاودنې درې تنه ووژل.

د بغلان د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر جاوېد بشارت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سراچه موټر له غرمې وړاندې ١١ بجې د دوشي ولسوالۍ له علي خېل کلي د بغلان مرکز پلخمري ښار ته پر لاره و، چې پر يوه ماين ور برابر شو.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې په موټر کې سپاره درې کسه وژل شوي او موټر يې ويجاړ شوى دى.

د بشارت په خبره، ماين د وسله والو مخالفينو له خوا په خام سړک اېښودل شوى و.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

له وژل شوو کسانو د يوه ورور عبدالوکيل وويل، چې ورور يې ٢٥ کلن و او له خپل ١٩ کلن وراره او يوه بل شل کلن ځوان سره په دې چاودنه کې وژل شوى دى.

د روان کال په پسرلي کې هم د بغلان د مرکز په شهاب الدين سيمه کې يو سراچه موټر په ماين وربرابر شو، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون په کې ١٣ کسان ووژل شول.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.