ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګرشک د برېښنا بند ته نوي توربينونه لګول کېږي

د ګرشک د برېښنا بند ته نوي توربينونه لګول کېږي

author avatar
20 Feb 2014 - 13:48
د ګرشک د برېښنا بند ته نوي توربينونه لګول کېږي
author avatar
20 Feb 2014 - 13:48

لښكرګاه (پژواك، د کب لومړۍ نېټه ٩٢): د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د اوبو بند ته نور نوي توربينونه لګول کېږي او په دې سره د دغه بند د برېښنا ظرفيت به له دوو څخه ٤،٨ اته مېګاواټه لوړ شي.

د دغه ولايت د برېښنا رييس انجنير فيض الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ګرشک برېښنا بند لپاره درى نوي توربينونه پېرل شوي، چې د نصبولو چارې به يې تر دوو کلونو پاى ته ورسېږي.

نوموړى وايي: ((د ګرشک برېښنا بند دوه توربينونو لري ، چې له کاره لوېدلي او اوس يې پر ځاى درې نوي توربينونه نصبوو، چې د برېښنان ظرفيت به يې له دوه مېګاواټه، څلور اعشاريه اته مېګاواټو ته لوړ شي.))

انجنير فيض الله وايي، د دغو توربينونو د نصبولو چارې د يوې هندي کمپنۍ له خوا پر مخ وړل کېږي او مالي لګښت يې د ډنمارك هېواد او اسيايي بانک له خوا ورکول کېږي.

د نوموړي په وينا، د برېښنا د دغه بند د وړتيا په لوړېدو سره به د دې ولسوالۍ په مركزي او نورو سيمو سربېره اضافي برېښـنا د هلمند نورو سيمو ته وغځول شي.

بلخوا د ګرشك ولسوال محمدفهيم موسى زوى پژواک ته وويل، چې له تېرو دوو كلونو راهيسې د برېښنا د ياد بند د رغولو چارې د امنيتي ستونزو له امله ځنډول شوې وې ، خو اوس دا ستونزه نشته.

په ورته مهال د ګرشک ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونكي وايي، حکومت بايد د دغه بند د جوړولو چارې چټکې کړي.

د يادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي بسم الله پژواک ته وويل: ((له رسنيو مې ډېر ځلې اورېدلي دي، چې د هلمند چارواکو ويلي د کرشک ولسوالۍ برېښنا بند جوړوي خو دغه کار تر اوسه نه دى شوى.))

نوموړي دغه راز وويل، اوس مهال هم په ګرشک کې برېښنا شته خو په وېش کې يې عدالت نه کېږي او ټوله استفاده ترې زورواکي او چارواکي کوي.

د هلمند د ګرشک په ولسوالۍ كې د برېښنا بند په ۱۳۵۴ لمريز كال كې جوړ شوى دى.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.