کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٢): پاکستان وايي، چې په دوبۍ کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې د افغانستان کورنۍ معامله ده او دوى يې ملاتړ کوي.
دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې مېرمن تسنيم اسلم د کب په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د اوونيزې خبري غوندې پر مهال وکړې.
هغې زياته کړه، چې هېواد يې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي او په دوبۍ کې د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې د افغانانو کورنۍ معامله بولي.
څو ورځې مخکې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د طالبانو د واکمنۍ مهال د ماليې د وزير ملا معتصم اغا جان په مشرۍ د سولې يوه غونډه جوړه شوې وه.
ملا معتصم پژواک ته ويلي وو، چې په دې غونډه کې يو شمېر پخوانيو وزيرانو، سفيرانو، ديپلوماتانو او برحاله پوځي قوماندانانو برخه لرله.
بلخوا راپورونه وايي، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي هم په دوبۍ کې د سولې خبرې کړې دي.
خو د وسله والو طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوى استازو د دوبۍ په غونډه کې ګډون نه و کړى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن