غزني ښار (پژواک ٣ کب ٩٢): د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د چاودنو او عملياتو پر مهال د ملي اردو څلور سرتېري او پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا د کب په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ملي اردو ٤ سرتېري وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې دغه سرتېري د کابل په سروبي او د هلمند په ناوه ولسواليو کې د ماين په چاودنو کې وژل شوي دي.
بلخوا په غزني کې د ملي اردو مسوولين وايي، چې تېره شپه په اندړو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د دوو قوماندانانو په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي دي.
په دغه ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطاني پژواک ته وويل، چې ياد عمليات د اندړو ولسوالۍ د چارخانې په سيمه کې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې وژل شوي قوماندانان وثيق الله او ملا شېر نومېدل.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن