ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوو کانديدانو د اېتلاف په اړه خبرې روانې دي

author avatar
23 Feb 2014 - 14:07
author avatar
23 Feb 2014 - 14:07

کابل (پژواک ٤ کب ٩٢): د ولسمشرۍ د دوو کانديدانو عبدالقيوم کرزي او ډاکټر زلمي رسول د يو ځاى کولو لپاره جوړه شوې جرګه به نن خپله پرېکړه اعلان کړي او له يوه کانديد څخه به وغواړي چې د بل پر ګټه تېر شي.

د عبدالقيوم کرزي د کمپاين دفتر وايي، چې دواړو لورو جرګې ته پوره واک ورکړى او ژمنه يې کړې چې د جرګې هره پرېکړه به مني.

په دې جرګه کې د افغانستان د ٣٤ ولايتونو ١٧٠ استازي شامل دي چې په خپلو کې په خبرو دي، تر څو د ولسمشرۍ د کانديدانو شمېر کم شي.

د جرګې غړو وار له مخې له ولسمشر حامد کرزي سره هم د ارګ په ماڼۍ کې کتلي، چې د محمود کرزي په وينا له جرګه والو يې غوښتي. ورور يې (عبدالقيوم کرزى) وهڅوي د زلمي رسول په ګټه له خپلې کانديداتورۍ تېر شي.

د عبدالقيوم کرزي د کمپاين مشر محمدحامد صبوري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دواړو لورو جرګې ته د پرېکړې واک ورکړى او “جرګه چې هر تصميم ونيسي دواړه کانديدان دې ته لېوال دي چې ويې مني.”

د صبوري د معلوماتو له مخې، د جرګې د غړو لومړنى تصميم “تر ډېره د قيوم کرزي په ګټه و چې پاتې شي”، خو سره له دې هم دوى خپلو مشورو ته دوام ورکوي.

صبوري زياته کړه: “د دې جرګې اصلي موخه دا ده چې دوى د دوو مشخصو کانديدانو تر منځ چې قيوم خان کرزى او زلمى رسول دي چې که وشي کولاى د دوى په اړه يو تفاهم ته ورسېږي.

هغوى پرون او بل پرون غونډه کړې د غونډې نتيجه تر اوسه نه ده معلومه. امکان شته چې تر نن مازديګره د دوى د منځګړتوب نتيجه معلومه شي.”

نن د دې جرګې د غونډې دريمه ورځ ده، چې د مطبوعاتو له سترګو پټ په کابل کې په نامعلوم ځاى کې غونډه کوي.

د جرګې د نن ورځې د پرېکړې له مخې به ولسمشرۍ د کانديدانو شمېر له ١١ څخه لسو ته راکم شي.

بلخوا د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، سره له دې چې کانديدان د افغانستان د نافذه قوانينو له مخې هر وخت کولى شي يو د بل په ګټه تېر شي، خو له تخنيکي پلوه تر ټاکل شوې مودې وروسته د کانديدانو اېتلاف او انصراف د ټاکنيز بهير پر وړاندې ستونزه راولاړوي.

د دغه کمېسيون وياند نورمحمد نور پژواک ته وويل، چې کمېسيون راى پاڼې چاپ کړې دي، که څوک په ټاکنو کې په تېروتنې سره منصرف شوي کانديد ته رايه ورکړي، نو رايه يې د ټاکنو کمېسيون د قانون له مخې باطلېږي.

نور زياته کړه: “د کانديدانو د اېتلاف او انصراف په خاطر د ټاکنو کمېسيون مشخص وخت په پام کې نيولى و، چې د عقرب ٢٠ مه وه، چې که کوم کانديد غوښتل اېتلاف يا انصراف وکړي، بايد په هغه وخت کې يې کړى واى چې موږ يې نومونه د رايې په ورقه کې نه واى چاپ کړي.”

د ټاکنو کمېسيون وياند له کانديدانو وغوښتل، چې که د انصراف يا اېتلاف پرېکړه يې وکړه، نو دوى بايد کمېسيون ته د ځان په اړه اطلاع ورکړي، څو دوى د مطبوعاتو له لارې دا موضوع د خلکو تر غوږونو ورسوي.

نور زياتوي: “ميکانيزم داسې دى چې موږ د ميډيا (رسنيو) له لارې يا په هماغه مراکزو کې اعلان کوو چې دغه کانديد انصراف کړى دى يا په پروسه کې نور شتون نه لري، دې ته که څوک رايه ورکوي، رايه يې باطله ده.”

د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره ١١ کسانو ځانونه کانديد کړي دي.

ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري مياشتې په ١٦مه ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.