ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناروې: د ترهګرۍ ځالې په افغانستان کې نه دي

ناروې: د ترهګرۍ ځالې په افغانستان کې نه دي

author avatar
23 Feb 2014 - 19:48
ناروې: د ترهګرۍ ځالې په افغانستان کې نه دي
author avatar
23 Feb 2014 - 19:48

کابل (پژواک ٤ کب ٩٢): د ناروې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ترهګرۍ ځالې په افغانستان کې نه دي او افغانانو له ترهګرۍ سره په جګړه کې تر هرچا ډېره قرباني ورکړې ده.

نوموړي دغه څرګندونې نن کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ناروې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږد مهالې همکارۍ، د سولې د بهیر، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د راتلونکو ټاکنو، د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز او روزلو او د یو شمېر نورو مسئلو په اړه خبرې وکړې.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر بورګ برنډ په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې له شویو پرمختګونو څخه د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې ولسمشر کرزي ته ويلي، چې په افغانستان کې ستاسو په مدبرانه مشرۍ مهم پرمختګونه رامنځته شوي دي.

ده، د افغان امنیتي ځواکونو وړتياوې ستايلي او ويلي: “د افغانستان امنیتي ځواکونه په دې توانېدلي، چې د خپل هېواد امنیتي چارې په ښه توګه ترسره کړي او زه د دغو ځواکونو ځواکمنتیا واقعا متعجب کړی یم.”

بورګ زياته کړې، ناروې او افغانستان دوه متحد هېوادونه دي او هېواد به یې د بیارغونې په برخه کې په ځانګړې توګه د تعلیم او روغتیا په برخو کې له افغانستان سره  خپلو همکاریو ته دوام  ورکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، حامد کرزي ناروې د افغانستان د خلکو دوست هېواد بللى او ويلي يې دي، چې د دغه هېواد او د نړیوالې ټولنې په مرستو او همکاریو په تېره یوه لسیزه کې د افغانانو په ژوندانه کې ډېر مثبت بدلونونه را منځته شوي، چې افغانان له دغو مرستو او همکاریو څخه منندوی دي.

ولسمشر په سیمه کې له ترهګرۍ سره مبارزې ته د اشارې په ترڅ کې وويلي، چې له ترهګرۍ سره جدي مبارزه د پاکستان رښتینې همکارۍ ته اړتیا لري او پاکستان باید د تروریزم د ځالو د له منځه وړلو لپاره په اقدام لاس پورې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ناروې د بهرنیو چارو وزیر د ترهګرۍ د ځالو په اړه  خپل نظر څرګند کړ او ويلي يې دي، چې د ترهګرۍ ځالې په افغانستان کې نه دي او افغانانو له تروریزم سره په جګړه کې تر هرچا ډېره قرباني ورکړې ده.

هغه وايي: “زه په دې باور دی چې د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته ولاړ شي او هېواد یې د افغانستان د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.”

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.