ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د ملي اردو ٢٠ سرتېري وژل شوي

په کونړ کې د ملي اردو ٢٠ سرتېري وژل شوي

author avatar
23 Feb 2014 - 08:19
په کونړ کې د ملي اردو ٢٠ سرتېري وژل شوي
author avatar
23 Feb 2014 - 08:19

کابل (پژواک ٤ کب ٩٢): د کونړ والي وايي، چې د وسله والو مخالفينو په بريد کې د ملي اردو ٢٠ سرتېري وژل شوي دي.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه درې بجې د دغه ولايت د غازي اباد په ولسوالۍ کې رامنځته شوى دى.

هغه زياته کړه، چې يوې ډلې وسله والو د يادې ولسوالۍ د تونک په سيمه کې د شېرغشي په نوم د ملي اردو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله پژواک اژانس ته وويل، د دوى د وروستيو معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې ٢٠ سرتېري وژل شوي او اته نور لا درکه دي.

د نوموړي په وينا، کېداى شي په نادرک شوو سرتېرو کې کوم يوه يې له وسله والو سره اړيکې درلودې، خو په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

والي وويل، چې په سيمه کې ملي ځواکونو چاڼيز عمليات پيل کړي او وسله والو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

بلخوا د ملي دفاع وزارت په کونړ کې ياده پېښه تاييد او زياته کړې يې ده ، چې په دغه بريد کې دوه سرتېري ټپيان شوي هم دي.

د دغه وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي، چې په ياه سيمه کې د سهار تر اتو بجو پورې درنه جګړه هم روانه وه.

د هغه په وينا، په دې نښته کې ګڼوکورنيو او بهرنيو وسله والو طالبانو برخه درلوده او د وژل شوو وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.

 

د ملي دفاع وزارت وايي، چې سيمې ته يې د ملي اردو يو کنډک استولى، خو سيمې ته په لاره کې پرې ځانمرګى بريد شوى دى.

هغه زياته کړې، چې په دې پېښه کې سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.

سرچينې زياته کړې، چې په سيمه کې چاڼيز عمليات ادامه لري.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې په دغه بريد کې لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.