ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارسلا: ما او ګل اغا شېرزي ايتلاف کړى

ارسلا: ما او ګل اغا شېرزي ايتلاف کړى

author avatar
24 Feb 2014 - 16:53
ارسلا: ما او ګل اغا شېرزي ايتلاف کړى
author avatar
24 Feb 2014 - 16:53

 کابل(پژواک، ٥ کب ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد هدايت امين ارسلا وايي، چې ده د ولسشمرۍ  له بل کانديد ګل اغا شيرزي سره ايتلاف کړى، خو دا ايتلاف د يوه او بل په ګټه د تېرېدو په معنى نه دى.

د ولسمشرۍ دې  کانديد نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې ځينو اوازې خپرې کړي، چې دى د بل کانديد په ګټه تېر شوى، خو نه يواځې چې دا کار نه دى شوى ، بلکې غواړي اعلان کړي، چې د ه او ګل اغا شيرزي يو ايتلاف تشکيل کړى دى.

ارسلا زياته کړه:(( په دې ايتلاف کې هېڅوک هم د يوه اوبل په ګټه نه يو تېر شوي، له دې کار نه مو موخه په غوره توګه دټاکنو مخته وړل او خلکو ته صادقانه خدمتونه وړاندې کول دي.”

 هغه زياته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به يو شمېر نور کانديدان هم د دوى په ايتلاف کې شامل شي.

نوموړي ددې کانديدانو نومونه وانه خيستل او ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايتلاف به د کوم کانديد په ګټه تېر شي که نه ؟ وويل چې دوى به په دې اړه وروسته تصميم ونيسي.

هغه زياته کړه، چې دې وروستيو کې ځينې کسان هڅه کوي، چې د ولسمشرۍ څوکۍ د يوې کورنۍ او يوې طايفې په ګټه پاتې شي.

د ولسمشرۍ دې کانديد د چا نوم وانه خيست ، خو زياته يې کړه:”په دې ورځو کې جرګې جوړېږي، څو دو لسمشرۍ څوکۍ د يوې کورنۍ او يوه قوم پورې اختصاص شي.”

 ارسلا وويل، چې دا کار نه يواځې دافغانستان په ګټه نه دى،  بلکې”دا کار د خلکو ترمنځ بېلتون پيدا  کوي او بې ثباتۍ منځته راوړي.”

نوموړي له خلکو وغوښتل، څو خپله رايه هغه چاته ورکړي، چې نېکه ماضي ولري، موخه يې يواځې وطن ته خدمت وي او افغانستان له اوسنيو ستونزو خلاص کړي.

د ويلو ده، چې د ولسمشرۍ  کانديد ګل اغا شيرزي درې ورځې وړاندې هم په کابل کې يوې خبري غونډې ته د ځينو رسنيو هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې دى د ولسمشرۍ رياست د بل کانديد ډاکټر زلمي رسول په ګټه تېرېږي.

  هغه وويل، چې تر وروستۍ ورځې پورې به د کوم بل کانديد په ګټه تېر نه شي او دا کار هغه څوک کوي، چې پروګرام ونه لري ، خو دى د سولې، امنيت او بيا رغونې په برخه کې د پام وړ پروګرامونه لري او خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.

شېرزي له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې له ټولو کانديدانو سره يو ډول چلند وکړي او له يوه مشخص کانديد څخه حمايت ونه کړي.

د ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې ١٦مې نېټې د  ولسمشرۍ رياست ټاکنو لپاره ټاکنيزې مبارزې د سلواغې مياشتې په ١٣مه نېټه پيل شوې او ټاکل شوې، چې د راتلونکې وري مياشتې په ١٣مه نېټه پاى ته ورسېږي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.