کابل ( پژواک، ٦ کب ٩٢ ) : د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان پخوانۍ جهادي ډلې د ولسمشرۍ له کانديد اشرف غني احمدزي څخه د ملاتړ اعلان وکړ.
دغه اعلان د کب په ٦مه، په کابل کې د هغې غونډې په ترڅ کې وشو، چې پکې ډاکټر اشرف غني احمدزي، د ياد ګوند مشر محمد موسى هوتک د اشرف غني د کمپاين او د ياد ګوند مرکزي مشرانواو تر ٥ زرو زياتو کسانو برخه اخيستې وه.
د حرکت انقلاب اسلامي مشرانو په دې غونډه کې وويل ، چې ډاکټر اشرف غني وړ کانديد دى او ځکه يې دده ملاتړ کړى، چې دى د هېواد عالمانو ته درناوى لري.
د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي يادې غونډې ته وويل ، چې ددين عالمان د اسلام د ستر پيغمر وارثان دي او ددوى په مرسته به په هېواد کې سوله تامينوي.
هغه زياته کړه : (( دسولې غږونه بايد د جوماتونو له منارو څخه پورته شي، ترڅو د هېواد د ښمنان پوه شي، چې ټول افغانان سره متحددي.))
ډاکټر اشرف غني احمدزي د هېواد له عالمانو وغوښتل ، چې خلک په ټاکنو کې ونډې اخيستلو ته وهڅوي.
نوموړي د کونړ د پېښې د غندلو ترڅنګ وويل، چې د دا ډول پېښو تکرارېدل د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دي.
هغه زياته کړه : (( د ملي اردو ځواکونه اسلامي ارزښتونو ته معتقد دي او د افغانستان د خلکو د ملي ناموس څخه ساتنه کوي.))
ډاکټر اشرف غني دغه راز له حکومت څخه وغوښتل، چې په ټاکنو کې بې پرې پاتې شي او په ټاکنو کې له لاسوهنو ډډه وکړي.
د يوه بل خبر له مخې، د عبدالرحيمزيو قومي مشرانو هم ديوې غونډې په ترڅ کې له ډاکټر اشرف غني څخه د ملاتړ اعلان کړى دى.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنۍ د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن