ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونو ښځو له احمدزي او سياف څخه ملاتړ وکړ

سلګونو ښځو له احمدزي او سياف څخه ملاتړ وکړ

author avatar
25 Feb 2014 - 16:55
سلګونو ښځو له احمدزي او سياف څخه ملاتړ وکړ
author avatar
25 Feb 2014 - 16:55

 ميمنه، شبرغان (پژواک ٦ کب ٩٢): په فارياب ولايت کې سلګونو ښځو له اشرف غني احمدزي او په جوزجان کې سلګونو نورو کسانو له عبدالرب رسول سياف څخه د غونډو او لاريونونو په ترڅ کې خپل ملاتړ اعلان کړ.

 د فارياب مرکز ميمنې ښار په يوه هوټل کې د غونډې په ترڅ کې شاو خوا ٧ سوه ښځو نن له غرمې وړاندې د راتلونکو ټاکنو د کانديد اشرف غني احمدزي پروګرامونه اغېزناک او د هېواد په پرمختګ کې مهم وبلل او د هېواد له مېرمنو يې وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې احمدزي ته رايه ورکړي.

 په فارياب کې د احمدزي د ټاکنيزو مبارزو دفتر د ښځو چارو مشرې سليمې سلطاني وويل: ” د فارياب مېرمنې له دې امله هغه ته رايه ورکوي، چې هغه د نړۍ يو متفکر سړى دى او د هغه لومړي مرستيال جنرال دوستم له طالبانو څخه د ازادۍ په اخيستو کې، په ځانګړي ډول له دغې ډلې څخه د ښځو په ژغورلو کې مهم رول لوبولى او د هغه دويم مرستيال يو قانون پوه دى.”

هغې د فارياب ښځو ته په خطاب کې وويل، چى دوى يواځې بايد په معنوي ملاتړ اکتفا ونه کړي، بلکې لومړى بايد کارت تر لاسه کړي له هغه وروسته د رايې ورکولو مرکزونو ته په تلو سره د احمدزي د بدلون او تداوم ټيم بريالى کړي.

 د جمهوري رياست ټاکنيزې مبارزې، د سلواغې په ١٣ مه پيل شوي او ټاکل شوې، چې له ټاکنو دوه ورځې وړاندې پاى ته ورسيږي.

 د دوستم په مشرۍ د اسلامي ملي جنبش ګوند د ښځو د ولايتي شورا مشرې يولدر مسرور وويل، چې دوى له دې امله د ډاکټر اشرف غني احمدزي له ټيم ملاتړ کوي، چې جنرال دوستم د نوموړي لومړى مرستيال دى.

هغې زياته کړه، چې په تېرو ١٢ کلونو کې د ښځو په برخه کې ډېر کارونه شوي، خو د قناعت وړ نه دي او له دې امله د اشرف غني له بدلون او تداوم ټيم څخه ملاتړ کوي، چې دوى به په خپل راتلونکي سياسي واک کې ښځو ته ډېره ونډه ورکړي.

ميمنې ښار ته له ځينو نورو ولسواليو څخه هم ښځې راغلې وې.

د هغوى له ډلې د دلارام په نوم يوې مېرمنې وويل، چې ښځو په تېرو کلونو کې ډېرې ستونزې ګاللې، بچيان، وروڼه او مېړونه يې له لاسه ورکړي او اوسمهال هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

له هغه وروسته يادو مېرمنو په ميمنې ښار کې لاريون وکړ او له اشرف غني احمدزي څخه يې پر خپل ملاتړ ټينګار وکړ.

 نن د جوزجان په مرکز شبرغانو ښار کې د سلګونو ښځو په ګډون شاوخوا زرو تنو د عبدالرب رسول سياف په ټاکنيز دفتر کې له نوموړي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

 د بي بي حاجي زهرا په نوم يوې مېرمنې په خپلو خبرو کې وويل: ” زه له ښځو غواړم، چې که  دوى يو داسې حکومت، چې په هغه کې ټول شرعي موازين په پام کې ونيول شي او خلکو د خدمت، ټولنې او د عدالت د ټينګولو شعار تامين کړي ، نو استاد سياف ته دې رايه ورکړي.”

 د استاد سياف د ټاکنيزو مبارزو د دفتر مسوول انجنير محمد بري وويل، چې د دوى موخه د قانون حاکميت او د فساد پر وړاندې مبارزه ده او له خلکو يې وغوښتل، چې د يوه قانونمند حکومت لپاره دغه کانديد ته رايه ورکړي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.