ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حصارک کې د ٥٧ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

حصارک کې د ٥٧ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
26 Feb 2014 - 13:18
حصارک کې د ٥٧ وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
26 Feb 2014 - 13:18

جلال اباد (پژواک ٧ کب ٩٢): امنيتي ځواکونه وايي، چې د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ په ګډو عملياتو کې ٥٧ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

دغه څرګندونې د ٢٠١ سېلاب قول اردو په څلورمې پلې لوا کې امنيتي چارواکو د کب په ٧ مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې او ويې ويل، چې په حصارک ولسوالۍ کې يې پيل شوي پنځه ورځني عمليات پاى ته ورسېدل.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې لوا قوماندان دادان لونګ وايي، چې په يادو عملياتو کې پر ملي اردو سربېره، ملي او د عامه نظم پوليسو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې يې څو ځلې له وسله والو سره نښته هم رامنځته شوې چې ٥٧ يې وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

دادان لونګ وويل: ((ټول هغه پردي مزدوران چې د نورو په اشاره يې دلته فعاليت کاوه، له منځه وړل شوي، څلور کسان ټپيان شوي او يو مو ژوندى نيولى دى.))

د ده په خبره، چې د کونړ د پېښې غچ يې په حصارک ولسوالۍ کې اخيستى او ګڼ وسله وال يې وژلي دي.

بلخوا د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمدشېرزاد هم په ياده خبري غونډه کې وويل، چې په دغو عملياتو سره په حصارک کې د وسله والو مخالفينو ټول پټنځايونه له منځه تللي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې يې د ډاډمنو ټاکنو د ترسره کېدا لپاره ياد عمليات ترسره کړي او اوس ولسونه کولى شي چې په ټاکنو کې ونډه واخلي.

نوموړي زياته کړه، چې د عملياتو پر مهال د سيمې په سلګونو اوسېدونکو هم له امنيتي ځواکونو سره په ګډې همکارۍ د وسله والو پر ضد وسلې راپورته کړې او د خپلو سيمو اته کلي يې له وسله والو پاک کړل.

قوماندان وويل: ((ولسونه نور له وسله والو تنګ شوي وو او وسلې يې را واخيستې.))

د نوموړي په خبره، چې په دغو عملياتو کې د سيمې له څلورو سوو زياتو اوسېدونکو د وسله والو پر ضد پاڅون وکړ او اته کلي يې له وسله والو پاک کړل.

شېرزاد دا هم وويل، چې د حصارک ولسوالۍ په ٢٥ مرکزونو کې به ټاکنې ترسره کېږي او ټول په نورمال حالت کې دي.

د هغه په وينا، چې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې يې اته پوستې هم فعالې کړي، چې خپله د سيمې اوسېدونکي به له دغو امنيتي پوستو په ګټې اخيستنې د سيمې امنيت خوندي کوي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، د حصارک لپاره يو ځل بيا پخوانى ولسوال عبدالخالق معروف د ولسوال په توګه وګومارل شو.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.