ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت بايد د ملي اردو سرتېرو پر مړينې ملي ماتم اعلان کړى واى

حکومت بايد د ملي اردو سرتېرو پر مړينې ملي ماتم اعلان کړى واى

author avatar
26 Feb 2014 - 17:08
حکومت بايد د ملي اردو سرتېرو پر مړينې ملي ماتم اعلان کړى واى
author avatar
26 Feb 2014 - 17:08

 کابل (پژواک ٧ کب ٩٢): د مدني ټولنې ځينو غړو او خبريالانو د يوې غونډې په ترڅ کې، د هېواد له امنيتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د وژل شويو سرتېرو د مړو سپارلو په مراسمو کې يې د ولسمشر او لوړپوړو چارواکو پر نه ګډون، نيوکه وکړه.

څلور شپې وړاندې د کونړ ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د يوه بريد په ترڅ کې د ملي اردو ٢١ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ.

 له هغه ورسته د د غو سرتېرو د مړو د سپارلو ځانګړي مراسم د کابل په سردار محمد داود خان روغتون کې تر سره شول او د دغو سرتېرو تابوتونه په ملي بيرغ کې نغښتي وو او د ملي سرود او پوځي درناوي په وړاندې کولو سره په کابل کې خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

خو نن د مدني ټولنې يو شمېر غړو او خبريالانو د کابل په شهرنو پارک کې، له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ او د طالبانو پر وړاندې يې د حکومت پر سياست نيوکه وکړه او د “زموږ ولسمشره! له موږ سره يې، که له دوښمن سره”، “زما د هېواد سرتېريه، ستا ځان زما ځان”، “همغږي همغږي، د ګلګون کفن شهيده، ستا وينه زما وينه”، ” اى خپلواکه سرتېريه، ولاړ اوسه ولاړ” او ” زموږ د اردو سرتېرى، زموږ همت او ځواک” شعارونه يې ورکول.

 د مدني ټولنې غړي ميراحمد جوينده وويل: ” له بده مرغه چې حکومت مقطعي عمل کوي او ارزښتونو ته فکر نه کوي، هغه ورځ چې د شهيدانو د مراسمو لپاره کوم تدابير نيول شوي وو، د ولسمشر په ګډون ټولو لوړ رتبه چارواکو بايد پکې ګډون کړى واى، چى د دوى دغه کار له هېواد څخه د حاکميت او خپلواکۍ پر وړاندې د سرتېرو انګېزه کمزورې کوي.”

 جوينده ددغه لاريون موخه، له افغان امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ، چې د خپلواکۍ، ازادۍ، حاکميت لپاره ځانونه قربانوي، په ګوته کړ او زياته يې کړه، چې له امنيتي ځواکونو څخه بايد ملاتړ  او هغوى ته داسې انګېزه ورکړل شي، چې افغان ولس له دوى سره دى.

 د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم په دغه غونډه کې ګډون درلود او ويې ويل، چې امنيتي ځواکونو همېشه خپله زړورتيا ثابته کړې، خو امنيتي بنسټونه هم خپلې ستونزې لري او دغه بنسټونه د نورو پرمختللو او د ناټو هېوادونو په څېر سمبال نه دي.

هغه څرګنده کړه، چې د افغان ځواکونو د پياوړتيا او مسلکي توب لپاره ډېر وخت ته اړتيا ده، تر څو دوى کافي مسلکي او پياوړي شي او حکومت هم په دې برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي دي.

 صديقي وويل: ” له شک پرته، امنيتي ځواکونه له ډېرو ستونزو سره مخ دي، خو هر څه چې په واک کې لري، د خپلې انګېزې او احساس له مخې، د دښمن پر وړاندې دريږي او له تېرو دوولسو کلونو راهيسې له نړيوال تروريزم سره جګړه کوي او خلک هم بايد د دوى د قربانيو درناوى او ملاتړ وکړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر کرزي سريلانکا هېواد ته خپل سفر ځنډولى   او د دغو سرتېرو د زړورتيا د ستايلو ترڅنګ يې د ملي دفاع وزارت ته دنده سپارلې، چې د غازي اباد پېښه په کلکه سره وڅېړي.

 له هغه وروسته د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د کونړ د پېښې په غبرګون کې يې ٩ لوړ پوړي چارواکي له دندو ګوښه کړي او د څېړنو لپاره يې اړونده ادارو ته ورپېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ولسمشر کرزي، د کابينې په غونډه کې د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د دغو سرتېرو پر وژل کېدو ژور خپګان څرګند کړى او د دفاع وزير ته يې دنده وسپارله، چې د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت لوى رياست په مرسته د دغو سرتېرو له کورنيو سره خپله خواخوږي شريکه کړي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.