ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا لوى درستيز افغانستان ته راغلى

د امريکا لوى درستيز افغانستان ته راغلى

author avatar
26 Feb 2014 - 13:23
د امريکا لوى درستيز افغانستان ته راغلى
author avatar
26 Feb 2014 - 13:23

کابل (پژواک ٧ کب ٩٢): د امريکا د پوځ لوى درستيز مارټين ډيمپسي په داسې حال کې افغانستان ته راغلى چې ولسمشر بارک اوباما د دفاع وزارت ته امر کړى، چې د امنيتي سند د نه لاسليک په صورت کې د ټولو سرتېرو د ايستلو لپاره پلان جوړ کړي.

د امريکا د دفاع وزارت له خوا د کب په ٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لوى درستيز جنرال مارټين ډيمپسي پرون ناوخته افغانستان ته را رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړې، چې هغه د بګرام هوايي ډګر ته رسېدلى ، چېرته به چې هغه له لوړ پوړو ناټو او امريکايي قوماندانانو او جنرالانو سره ګوري.

جنرال ډيمپسي له ده سره راغلو خبريالانو ته د خبرو پر مهال ويلي، چې ده د ولسمشر اوباما له حکم سره سم خپلو پوځي چارواکو ته ويلي چې له ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان په اړه پر خپلو پلانونو کار پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون سپينۍ ماڼۍ اعلان وکړ، چې ولسمشر بارک اوباما د دفاع وزارت پنټاګان ته امر کړى، چې له افغانستان سره د امنيتي سند دنه لاسليک په صورت کې تر ٢٠١٤ کال وروسته د ټولو سرتېرو د ايستلو لپاره پلانونه جوړ کړي دي.

پر دغه سند د کابل او واشنګټن تر منځ تېر کال خبرې پيل شوې وې او دواړه خواوې پر دغه سند پرېکړې ته هم رسيدلي دي، خو ولسمشر کرزي يې له لاسليکه انکار کوي.

هغه وايي، څو پورې چې امريکا د سولې په پروسه کې عملي همکاري پيل نه کړي، دا سند به لاسليک نه کړي.

د امريکا لوى درستيز زياته کړې، چې په افغانستان کې به خپلو سرتېرو او پوځي چارواکو ته دا هم په ډاګه کړي، چې کارونه يې نه دي خلاص او د روان کال تر پايه پورې ډېر کارونه شته چې دوى يې بايد ترسره کړي.

هغه زياته کړې چې دوى تر ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو او همکاريو ته ژمن دي.

د امريکا لوى درستيز په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړى، چې دا مريکا ولسمشر بارک اوباما تېره شپه له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ېيلېفوني خبرې کړې دي.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.