ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو ناسته پيل شوه

author avatar
26 Feb 2014 - 16:56
author avatar
26 Feb 2014 - 16:56

بروکسل (پژواک ٧ کب ٩٢): د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ ناسته، د بلجيم په مرکز بروکسل ښار کې د دغه سازمان په مقر کې، د ناټو سرمنشي د وينا په کولو سره پيل شوه.

د دغې ناستې په لومړۍ ورځ به د ناټو د ٢٨ غړو هېوادونو دفاع چارو وزيران، په افغانستان او ليبيا کې د ناټو د عملياتو د پياوړتيا، په سپټمبر مياشت کې د بريټانيا په ولز کې د ناټو د مشرانو ناسته، د ناټو راکټي او سايبري دفاعي نظام څېړنه، د پياوړتيا لپاره د ځواکونو د يو ځاى کولو نوښت، له امنيتي کړکېچونو څخه د مخنيوي په موخه رزونه او تمرينات او د ناټو د غړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ کچې د لوړولو په اړه خبرې اترې وشي.

دغه راز به د دغې ناستې په دويمه ورځ، د ناټو غړو ٢٨ او د ايساف د ٢٢ غړو هېوادونو دفاع وزيران، چې په افغانستان کې خپل سرتېري لري؛ په افغانستان کې د ايساف د ماموريت، د افغانستان او ناټو تر منځ راتلونکې اړيکې، افغانستان کې د ناټو د ماموريت د پلانونو په اړه د کابل- واشنګټن تر منځ د امنيتي سند د ځنډ اغېز  او په افغانستان کې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته د ناټو ماموريت د پلانونو طرح، څېړل کېږي.

په دغه ناسته کې، د هېواد ملي دفاع وزير بسم الله محمدي او په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومى قوماندان جنرال جوزيف ډنفورډ هم ګډون لري.

 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.