ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيضي : له ولسمشر سره په انفرادي توګه کتنې د کانديدانو په غوښتنو شوي

فيضي : له ولسمشر سره په انفرادي توګه کتنې د کانديدانو په غوښتنو شوي

author avatar
26 Feb 2014 - 17:03
فيضي : له ولسمشر سره په انفرادي توګه کتنې د کانديدانو په غوښتنو شوي
author avatar
26 Feb 2014 - 17:03

کابل (پژواک ٧ کب ٩٢): د ولسمشر وياند هغه راپورونه رد کړل، چې ګوندې په ارګ کې د کانديدانو غونډې د ولسمشر په غوښتنه شوي، بلکې زياتوي چې د ولسمشرۍ يو شمېر کانديدانو له ولسمشر سره د ليدلو غوښتنې کړې وې.

د ولسمشر وياند اېمل فيضي دغه څرګندونې د کب په ٧مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال په داسې حال کې وکړې، چې د وروستيو راپورونو له مخې، په ارګ کې د ولسمشرۍ د کانديدانو تر منځ يو بل ته د تېرېدو په اړه غونډې شوې دي.

د ولسمشرۍ د کانديدانو تر منځ د اېتلاف او يو ځاى کېدو په اړه يوه جرګه هم جوړه شوې وه، چې څو ورځې مخکې يې په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي وو.

د ولسمشر وياند اېمل فيضي وايي، چې تراوسه پورې ولسمشر له هيڅ کانديد څخه نه دي غوښتي، چې له ده سره دې د ټاکنو په اړه وګوري ، بلکې کانديدانو په خپله له ولسمشر سره د ليدو غوښتنه کړې ده.

د هغه په وينا، ولسمشر، کانديدانو ته د احترام له مخې، هر يوه چې له ده په انفرادي توګه د ليدو غوښتنه کړې، منلې يې ده او ورسره ليدلي يې دي.

فيضي د ولسمشر په منځګړيتوب د کانديدانو تر منځ د جوړجاړي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې تر اوسه ولسمشر هېڅ کانديد ته بلنه نه ده ورکړې، چې ارګ ته راشي ، د کوم يوه مشخص کانديد نوم ورته واخلي او ورته ووايي، چې د فلاني په ګټه تېر شه.

د ده په خبره، تر اوسه چې ولسمشر کرزي له يو زيات شمېر کانديدانو سره په انفرادي توګه کتلي، نو خپله د کانديدانو په غوښتنه دغه کتنې ترسره شوې دي.

د فيضي په وينا، دا ټاکنې ډېرې حساسې او مهمې دي، نو پر همدې اساس ولسمشر اړ دى، هر هغه کانديد چې ترې د ملاقات غوښتنه وکړي، غوښتنه يې مني او ورسره ويني.

که څه هم فيضي د ولسمشرۍ د هغو کانديدانو شمېر او نومونه په ډاګه نه کړل، چې تر اوسه يې له ولسمشر سره په انفرادي ډول کتلي، خو زياته يې کړه، چې ځينو کانديدانو د خپلې غوښتنې پر اساس له ولسمشر سره ليده کاته کړي دي.

خو د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د مطبوعاتو د برخې يوه مسوول فضل الرحمن اوريا وايي، دوى څو ځلې له ولسمشر کرزي سره کتلي، چې يواځې يو ځل کتنه د دوى په غوښتنه وه.

اوريا وايي، چې په وروستي ځل ډاکټر عبدالله له ولسمشر سره د ټاکنيز کمپاين له پيلېدو شاوخوا ٢٥ ورځې وړاندې کتلي دي.

همداراز د ډاکټر اشرف غني د ټاکنيز کمپاين مسوولين د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د دوى او د ولسمشر کرزي تر منځ کتنې د چا په غوښتنه شوې دي، وويل، چې ولسمشرۍ ماڼۍ دوى ته بلنه ورکړې ده.

د هغه د کمپاين يو تن غړي عباس نويان پژواک ته وويل ، چې د احمدزي او ولسمشر حامد کرزي ترمنځ وروستۍ کتنه دوه ورځې وړاندې وه، خو ده وويل دا چې په دې وروستۍ کتنه کې پر کومو موضوعاتو خبرې شوې دي، دى يې په اړه جزئيات نه لري.

نويان زياته کړه، چې په پخوانيو ناستو کې معمولاً د ټاکنو پر ښه ترسره کېدو او د دغه بهير لپاره د حکومت له خوا د لازمو اسانتياوو د برابرولو پر سر خبرې شوې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.