ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د اشرف غني په ملاتړ غونډه وشوه

خوست کې د اشرف غني په ملاتړ غونډه وشوه

author avatar
27 Feb 2014 - 15:15
خوست کې د اشرف غني په ملاتړ غونډه وشوه
author avatar
27 Feb 2014 - 15:15

خوست (پژواک ٨ کب ٩٢): د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي شاوخوا ٢٥٠٠ ملاتړو چې زياتره يې ځوانان وو، په خوست کې غونډه وکړه.

دا غونډه په خوست کې د هېوادپال ځواک ټولنيز بنسټ له لوري نن (د کب ٨مه) رابلل شوې وه.

دغه بنسټ په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو د استازو په مستقيمه همکارۍ جوړ شوى چې ځوانانو ته روزنيز خدمتونه وړاندې کوي.

د دغه بنسټ يوه مسوول الياس وحدت غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، ځوانان د ټولنې هغه قشر دی، چې د افغانستان د برخليک په ټاکلو کې تر نورو ټولو ډېره زياته ونډه لري.

هغه ځوانان وهڅول، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې هم خپله برخه واخلي او هم نور ځوانان دې ته وهڅوي، چې ډاکټر اشرف غني ته خپله رايه وکاروي.

د وحدت په باور، اشرف غني کولای شي د افغانستان ټولو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي او هېواد د يوه روښانه راتلونکي پر لوري بوځي.

په خوست کې د اشرف غني د ټاکنيز کمپاين مسوول او د ولسي جرګې د دفاعي کمېسيون مشر همايون همايون دې غونډې ته خبرې وکړې او راتلونکې ټاکنې يې ډېرې مهمې او د افغانستان برخليک ټاکونکې وبللې.

نوموړي وويل، چې ډاکټر اشرف غني احمدزی د هېواد د ولسمشرۍ لپاره پر ټولو اصولو برابر کس دی او کولای شي، هېواد ته د نورو برخو تر څنګ په اقتصادي لحاظ پرمختګ ورکړي.

نوموړي زياته کړه: “اشرف غني په اداري فساد کې ښکېل نه دی، لاسونه يې پر وينو نه دي سره او په علمي لحاظ د يوولسو کانديدانو په لېست کې غوره کانديد او پوه سړی دی.”

همايون له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې د زړه له تله اشرف غني ته کار وکړي، خپله رايه د ده په ګټه وکاروي او په دې برخه کې له هېچا وېره ونه لري.

په خوست کې د مدني ټولنې يو فعال زاهد شاه انګار هم يادې شوې غونډې ته په خبرو کې د مدني ټولنې د غړو په استازيتوب له ډاکټر اشرف غني څخه ملاتړ څرګند کړ.

نوموړي پر نورو خلکو هم غږ وکړ، چې ډاکټر اشرف غني ته کار وکړي او په خپله يوه رايه يې واک ته ورسوي.

ژورنالېست او ليکوال نجيب الله الوخېل يادې غونډې ته وويل، چې دغه هېواد پرمختګ، د يتيمانو د اوښکو وچولو او له ناخوالو خلاصولو ته زياته اړتيا لري او د دې لپاره بايد يو متفکر ولسمشر ولري.

نوموړي وويل، چې افغانستان په ډېر حساس پړاو کې دی او زياته يې کړه، چې که مو فساد له منځه يووړ، که موږ قدرت ته اهل خلک راوستل، نو دغه هېواد به له بدمرغيو خلاصون پيدا کړي، که نه نور به هم د بربادۍ پر لور به ولاړ شي.

نوموړي زياته کړه، موږ ټولو خلکو ته ښييو، چې له هېچا سره تعصب نه لرو، د افغانستان له تولو قومونو سره مينه لرو او هغه چا ته به رايه ورکوو، چې زموږ غوښتنې پوره کولای شي.

د خوست د مدني ټولنې يو بل فعال امير بهير بيا له خلکو وغوښتل، چې که غواړئ، خپل راتلونکی په خپله وټاکئ، نو د کارتونو د وېش مرکزونو ته لاړ شئ او د رايې ورکولو کارت واخلئ.

امير بهير ډاکټر اشرف غني د ولسمشرۍ لپاره وړ نوماند وباله.

د يادونې ده، څو ورځې وړاندې هم د خوست په ملي لوبغالي کې د ډاکټر اشرف غني په ملاتړ يوه غونډه جوړه شوې وه، چې څو زره کسانو په کې ګډون کړی و.

د ولسمشرۍ د يوولسو کانديدانو د ټاکنيز کمپاين د تېرې سلواغې مياشتې په ١٣ مه پيل شوى دى، چې د راتلونکې حمل مياشتې په ١٣ مه پاى ته رسېږي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.