ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پوځي عمليات د طالبانو د را اوښتو په مخنيوي کې اغېزمن دي”

“پوځي عمليات د طالبانو د را اوښتو په مخنيوي کې اغېزمن دي”

author avatar
27 Feb 2014 - 12:18
“پوځي عمليات د طالبانو د را اوښتو په مخنيوي کې اغېزمن دي”
author avatar
27 Feb 2014 - 12:18

کابل (پژواک ٨ کب ٩٢): د هلمند والي وايي، چې د هېواد سوېلې سيمو ته د ورانکاره فعاليتونو او جګړو لپاره د پاکستان له خاورې وسله وال طالبان را اوړي.

والي جنرال محمدنعيم بلوڅ دغه څرګندونې تېره ورځ ناوخته د هلمند په شوراب پوځي مرکز کې د کندهار او اروزګان له نظامي او حکومتي چارواکو سره د همغږۍ په نظامي غونډه کې وکړې.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د کب په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې غونډه کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندان او پوځي چارواکو تر څنګ د کندهار او اروزګان واليانو، امنيه قوماندانانو او د بهرنيو ځواکونو استازو برخه اخيستې وه.

د هلمند والي په دې غونډه کې وويل: ((هلمند، کندهار او اروزګان هغه ولايتونو دي، چې له ګاوندي هېواد پاکستان سره اوږدې سرحدي پولي لري، اکثره وخت دښمن له همدې څخه په ګټه اخيستو را اوړي ناوړه او کرغېړن اعمال ترسره کوي”.

نوموړي په يادو سيمو کې په لوړه کچه د پوځي عملياتو ترسره کېدل د وسله والو طالبانو د ځپل کېدو پر وړاندې ستر تاکتيک وباله.

د همږغۍ په دې غونډه کې د هلمند حکومتي چارواکو د راتلونکو ټاکنو لپاره د امنيتي تدابيرو او عملياتو سربېره له پاکستان سره د کرښې په اوږدو کې د وسله والو د فعاليتونو د مخنيوي په اړه هم خبرې وکړې.

په ورته مهال د کندهار امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق وړانديز وکړ، که چېرې د کندهار په څېر په هلمند کې هم د سرحدي سيمو ساتنې او څارنې ته پاملرنه زياته شي نو دلته به هم امنيتي حالت ښه شي.

د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال مطيع الله خان د اروزګان امنيتي حالت هم له هلمند سره تړلی وباله او يادونه يې وکړه که چېرې په هلمند کې سرحدي سيمې تر سمې څارنې لاندې ونيول شي نه يوازې په هلمند، بلکې په اروزګان ولايت کې به هم امنيتي حالت ښه شي.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د يادې غونډې په وروستۍ برخه کې يادونه وکړه، چې د کندهار ولايتي ادارې له ټولو امنيتي ادارو سره په همغږۍ په کلکه مبارزه پيل کړې ده، چې د ده په وينا په ترڅ کې يې د ښار د نږدې سيمو تر څنګ لرې پرتې سيمې د وسله والو طالبانو له فعاليتونو پاکې شوې دي.

نوموړي د خبرو پر مهال د کجکي بند د کارونو د چټکېدو سپارښتنه وکړه، چې بايد د چارو د چټکتيا تر څنګ يې د هغو عوايدو مخنيوى وشي، چې وسله والو طالبانو ترې ګټه پورته کوي.

تر دې مخکې د هلمند چارواکو تاييد کړه وه، چې د دغه ولايت د سنګين، موسى کلا او کجکي ولسواليو په ځينو سيمو کې وسله والو طالبانو له ځايي خلکو د برېښنا د مصارفو پيسې ټولوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.