کندهار) پژواک ، ٩ کب ٩٢):د اوبو او انرژۍ وزارت د کندهار ولايت په سپين بولدک او د هلمند ولايت په نهر سراج ولسواليو کې د اوبو دوه بندونه جوړوي.
په دې اړه له کابل څخه د اوبو او انرژۍ وزارت د تخنيکي مشارو انجنير ويس الرحمن په مشرۍ يو پلاوي کندهار ته سفر وکړ او د کندهار له والي او يو شمېر نورو چارواکو سره يې وکتل.
انجنير ويس الرحمن وويل، چې کندهار ولايت ته يې د سفر موخه د کندهار د سپين بولدک د شنه نري او په هلمند ولايت کې د نهر سراج د اوبو د بندونو سروې او اروزونه ده.
هغه زياته کړه، چې ياد وزارت به د سروې تر بشپړېدو وروسته د يادو شويو دوو بندونو د جوړولو چارې ژر پيل کړي.
د ده په وينا، د سپين بولدک د شين نري بند او د هلمند د نهر سراج بند د جوړلو لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت ١٠٣ ميليونه ډالر بوديجه ځانګړې کړې ده.
هغه هيله وښوده، چې د يادو شويو بندونو په جوړېدو سره به د سيمې د اوسېدونکو اقتصاد وده وکړي.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم د يادو بندونو جوړول يو مهم ګام وګاڼه او غوښتنه يې وکړه، چې د جوړولو چارې يې ژر پيل شي.
هغه وويل، ډېر مهال د مرکز له لوري د يو شمېر لويو او وړو پروژو د عملي کېدو ژمنې کېږي، خو وروسته يې د عملي کار د پيل کېدو هيڅ څرک نه تر سترګو کېږي.
ده دغه راز ټينګار وکړ، چې د يادو شويو بندونو د عملي کار د ژر پيل کېدو تر څنګ دې د کار کيفيت او دقيقې څارنې ته هم ډېر پام وشي.
شين نرى بند د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې دى، چېرې چې خلک د خپلو کروندو لپاره د اوبو له ستونزې سره مخ دي.
د يادې شوې ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شين نري بند جوړول د سيمې د اوسېدونکي اساسي غوښتنه ده.
د ده په خبره، که د سپين بولدک ولسوالۍ د شين نري د اوبو بند جوړ شي، نو نه يواځې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي، بلکې د درېيو نورو ولسواليو ارغستان، معروف او تخته پُل اوسېدونکي هم ورڅخه ګټه پورته کولاى شي.
دى وايي، له دې سره به د يادو شويو سرحدي ولسواليو کرنه او مالداري ډېره وده وکړي او د کرنيزو حاصلاتو له ډېروالي سره به يې د صادراتو کچه هم لوړه شي.
ده هم د اوبو او انرژۍ له وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د دغه بند د جوړولو چارې ژر پيل کړي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن