چاريکار(پژواک ٩ کب ٩٢): پوليسو د پروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې درې تنه له درې کيلوګرامه هيرويينو سره، چې دوه کيلو يې په ګېډو کې وو، نيولي دي.
د پروان د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونمل ګلستان عاصم ، پژواک خبري اژنس ته وويل ،چې دغه کسان نن سهار د سالنګ ولسوالۍ د شکارګاه په سيمه کې پوليسو نيولي دي.
دى وايي، نيول شوي کسان د تخار ولايت د کلفګان ولسوالۍ اوسېدونکي دي اوغوښتل يې ، چې هيرويين له شمال څخه کابل او بيا ايران ته ولېږدوي.
هغه وويل، يادو کسانو يوه کيلو هيرويين په خپلو بوټونو او بيکونو کې په ډېر مهارت ځاى پر ځاى کړي وو او دوه کيلو يې په مخصوصو کپسولونو کې ځاى پر ځاى کړي او د خولې له لارې يې ګېډو ته تېر کړي دي.
عاصم وايي، چې نيول شويو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى، خو تر اوسه د هغوى له ګېډو هيرويين نه دي ايستل شوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه درې تنه په کرايي موټر کې کابل ته روان وو، چې ونيول شول.
تېره اونۍ هم د سالنګ د شکارګاه سيمې د پوستې پوليسو درې تنه له ٢٣ کيلوګرامه چرسو سره نيولي وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن