ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ د بریا جشن، هوايي ډزې، شپږ تنه ټپیان شوي

د کرکټ د بریا جشن، هوايي ډزې، شپږ تنه ټپیان شوي

author avatar
1 Mar 2014 - 22:57
د کرکټ د بریا جشن، هوايي ډزې، شپږ تنه ټپیان شوي
author avatar
1 Mar 2014 - 22:57

کابل ( پژواک، ۱۰ کب ۹۲ ) : زرګونو هیوادوالو  په پلازمینه کابل او یو شمیر ولایتونو کې د کرکټ په اسیایي جام سیالیو کې د بنګله دیش پر وړاندې د ملي لوبډلې د بریا خوښي په ډولونو او  اتڼونو ولمانځل.

د کرکټ داسیایي جام سیالیو په لړ کې د هیواد د کرکټ ملي لوبډله نن کوربه هیواد بنګله دیش ته له یوه په زړه پورې مقابلې وروسته ماتې ورکړه، دا د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې دیوه بشپړغړیتوب لرونکي لومړۍ درجې هیواد پر وړاندې دافغانستان لومړی بریا وه.

دې بریا سره سم د ختیځ ولایت ننګرهار د جلال اباد په ښار کې زرګونه کسان څلور لارو او سړکونو ته راووتل او د ملي لوبډلې په بریا یې اتڼونه کول او خوښۍ یې لمانځلې.

دوی چې ملي بیرغونه یې له ځانه سره لرل د جلال اباد ښار په بیلا بیلو سیمو کې وګرځیدل او د ملي لوبډلې په ویاړ یې شعارونه ورکول.

دقدرت الله په نامه د کرکټ یوه مینه وال پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی دغه بریا ته ډیر کلونه انتظار ویستی و.

هغه زیاته کړه : (( زما د ژوند د خوښۍ تر ټولو ښه شیبه همدا ده.))

د سلیم په نامه یو کوچنی اته کلن هلک چې په لاس کې یې ملي بیرغ نیولی و او له خپل ورور سره په ښار کې منډې وهلې، د پژواک د پوښتنې په ځواب کې یواځې دومره وویل : (( افغانستان ګټلې ده.))

په جلال اباد، کابل او یو شمیر نورو ښارونو کې د بریا سره سم خلکو هوایي ډزې پیل کړې چې له امله یې په جلال اباد ښار کې شپږ تنه ټپیان شوي دي.

د ملکي روغتون یو تن نوکریوال پژواک ته وویل چې د ډزو له امله ورته شپږ ټپیان راوړل شوي چې دیوه روغتیایي حالت سخت دي.

دغه راز د کابل ښار په بیلا بیلو سیمو کې خلک سړکونو ته راوتلي وو او خپلې خوښۍ یې لمانځلې. خو د پنځمې حوزې اړونده د کوټه سنګي په سیمه کې پولیسو پر هغو کسانو ګوزارونه وکړل، چې د کرکټ د بریا د خوښۍ لپاره راټول شوی وو.

دغو کسانو ته د کوټه د پله لاندې دراټولیدو اجازه ورنکړل شوه، خو دوی چې شمیره یې تر دوو سوو اوښتې وه، د پله دپاسه وختل او هلته یې اتڼونه کول.

خو پولیس هلته هم ورپسې لاړل او د ټوپک  د کنداغونو په زور یې له هاغه ځایه وشړل او دوی ته یې اجاره ورنکړه چې د خوښۍ مراسم ولمانځي.

ددې کسانو له ډلې څخه د سعید احمد په نامه یوه تن پژواک ته وویل چې په هیواد کې ټوله ورځ د مرګونو خبرونه وي، خو نن چې د خوښۍ ورځ دی، پولیس ورته اجازه نه ورکوي.

دغه راز په کندهار، خوست او یو شمیر نورو ولایتونو کې هم  سلګونه کسان سړکونو ته راوتلي او د کرکټ د بریا جشن لمانځي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.