ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستانيو طالبانو اوربند وکړ

پاکستانيو طالبانو اوربند وکړ

author avatar
1 Mar 2014 - 19:47
پاکستانيو طالبانو اوربند وکړ
author avatar
1 Mar 2014 - 19:47

کابل ( پژواک، ١٠ کب ٩٢ ) : پاکستانيو طالبانو د يوې مياشتې لپاره د اوربند اعلان کړى دى.

د پاکستانيو طالبانو وياند شاهد الله شاهد د کب په ١٠مه، رسنيو ته ويلي، چې دغه پرېکړه د دوى مرکزي شورا د مشرتابه تر اجازې وروسته کړې ده.

هغه زياته کړه چې داور بند پرېکړه يې په ښه نيت او د نېکو موخو لپاره کړې ده، څو له حکومت سره هر اړخيزې خبرې وشي.

شاهد ويلي، د دوى مشرتابه ټولو ته لارښوونه کړې، چې د اوربند پر پرېکړې عمل وکړي او هېڅ ډول عمليات او بريدونه ترسره نه کړي.

نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د اوربند او خبرو اترو لپاره حکومت د دوى پر وړانديزونو سم غور او فکر وکړي.

د يادونې وړ  ده، چې تېره مياشت د طالبانو او حکومتي کميسيونونو ترمنځ د سولې خبرې اترې پيل شوې، خو په دې دوران کې د بريدونو او چاودنو له امله تېره اونۍ دا خبرې وځنډېدلې.

د دواړو لورو ترمنځ حالات هغه مهال ترينګلي شول، چې په مومندو ايجنسۍ کې ٢٣ سرتېري تر تښتول کېدو وروسته ووژل شول.

د پاکستان پوځ تر دې پېښې وروسته هوايي عمليات پيل کړل چې په ترڅ کې يې لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.