ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو دوه قرارداديان ووژل شول

author avatar
2 Mar 2014 - 17:41
author avatar
2 Mar 2014 - 17:41

  ميمنه(پژواک ١١ کب ٩٢): په فارياب ولايت کې د ملي اردو دوه قرار داديان دطالبانو له خوا پر ډزو وژل شوي دي.

  په فارياب کې د٢٠٩ شاهين قول اردو دلومړۍ لوا مطبوعاتي مسوول جګړن محمد رضا رضا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادو کسانوپه يوه مازدا موټر کې د ملي اردو خوراکي توکي او سبزيجات، دفارياب ولايت غورماچ ولسوالۍ ته لېږدول، چې د قيصار ولسوالۍ په چهلګزيو سيمه کې دطالبانو لاس ته ورغلل.

 هغه زياته کړه، چې طالبانو د ملي اردو ياد قرارداديان پر ډزو وژلي او دهغوى موټر يې له ځان سره بيولى دى.

 دقيصار ولسوال عبدالجميل صديقي وويل، چې وژل شوي يوتن دفارياب ولايت او بل يې د مزار شريف ښار اوسېدونکى و او مړي يې د ولسوالۍ په روغتون کې دي.

 خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې دوى په قيصار ولسوالۍ کې يو اربکى او د هغه موټر چلونکى يې وژل دى.

 هغه زياته کړه، چې طالبانو دملي اردو مازدا موټر له اکمالاتي توکو سره يو ځاى هم ترلاسه کړى دى.

  شپږ مياشتې وړاندې هم په قيصار ولسوالۍ کې  دملي اردو يو قراردادي دطالبان له خوا نيول شوى و او وروسته ووژل شو.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.