کابل (پژواک ١١ کب٩٢): په افغانستان کې د ګاز او نفتو د شرکتونو ټولنه وايي، چې “د نفتي توکو مافيا او د هغوى دولتي حاميان ” د شخصي ګټو په موخه، د ټيټ کيفيت لرونکو تېلو خرڅلاو ته اجازه ورکوي.
خو د نورم او سټنډرډ اداره دغه څرګندونې له غرضه ډکې بولي او وايي، چې د ټيټ کيفيت لرونکو تېلو په اړه د وزيرانو شورا له پرېکړې سره سم عمل کوي.
وزيرانو شورا د روانې کب مياشتې په ٥ مه پرېکړه وکړه، چې د سوداګرۍ او صنايو وزارت د ټيټ کيفيت لرونکو نفتي توکو (پرېماګون، پچينو، مازوت) او نورو د توريد د مخنيوي لپاره يو ميکانيزم جوړ او پلى کړي.
د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې، هېواد ته د واردوونکو پټرول تېلو سټنډرډ بايد له (A-92) او د ډېزل تېلو سټنډرډ بايد له (L02-62) څخه ټيټ نه وي.
په پرېکړه کې راغلي چې سوداګر بايد تر دريو مياشتو خپل هغه توکي هېواد ته راوړي چې له ياد معيار څخه ټيټ کيفيت لري او مخکې پېرل شوي دي.
د وزيرانو شورا د سوداګرۍ وزارت او د سټنډرډ ملي ادارې ته دندې سپارلې چې له دريو مياشتو وروسته د سټنډرډ خلاف توکي دې مسترد او عاملان دې يې له قانون سره سم نغدي جريمه کړي.
خو د افغانستان د ګاز او نفتو د شرکتو نو د سراسري اتحاديې مشر اذرخش حافظي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل: “متاسفانه د نفتي توکو مافيا او د هغو دولتي حاميان اوس هم د وزيرانو شورا د مصوبې خلاف د “پرېماګون” او “نفتا” په نومونو بې کيفيته تېلو ته په دې نوم چې تصفيه شوي، د خرڅلاو جواز ورکوي.”
د ده په وينا، دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د پرېماګون تېلو د تصفيې دستګاه نشته او ټيټ کيفيت لرونکو تېلو ته د نورو او سټنډرډ ادراې له خوا د خرڅلاو اجازه ورکول د وزيرانو شورا د پرېکړې خلاف او د خلکو پر تاوان دي.
هغه دا هم وويل، چې پخوا يو شمېر شرکتونو هېواد ته بې کيفيته تېل واردول او د تېلو په ازموينه کې هم له شرکتونو څخه ډېرې پيسې اخيستل کېدې، چې د تېلو نرخ به يې لوړ کړ.
خو د نورم او سټنډرډ ادارې تخنيکي مرستيال مجيب الرحمن خطير د اذرخش حافظي څرګندونې رد کړې او ويې ويل، چې دا ډول څرګندونې د سوداګريزو سياليو له امله کوي او له غرضه ډکې دي.
دى وايي، چې دغه اداره به د وزيرانو شورا له پرېکړې سره سم درى مياشتې وروسته د ټيټ کيفيت تېلو له واردوونکو سره قانوني او جدي عمل وکړي.
اذرخش حافظي وايي، چې د افغانستان د ګاز او نفتو د شرکتونو سراسري اتحاديه ژمنه کوي، چې هېواد ته د ټيټ کيفيت لرونکي تېل نه واردوي او چمتو ده چې هېواد ته د تېلو د کيفيت معلومولو لابراتور راوړي.
هغه زياته کړه: ((موږ حاضر يو، چې دولت ته هم له ټکټاڼې پرته د لابراتور د اخيستو لپاره پيسې ورکړو.))
د ده د معلوماتو له مخې، په دې اتحاديه کې شاوخوا سل شرکتونه دي، چې د هېواد د ګاز او نفتو په برخو کې يې شاوخوا ٣ ميليارد ډالره پانګونه کړې ده.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن