لښكرګاه (پژواک ۱۱ كب ۹۲): د هلمند ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې هدفي وژنې زياتې شوې دي.
د ياد ولايت د اصلاحي شورا يوه غړي عبدالاحد معصومي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کار د ښار پر عمومي حالاتو بده اغېزه كړې ده.
نوموړي له كشفي او امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې په ياد ولايت کې دې د دغسې ممکنه پېښو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي.
د لښکرګاه د ساپيانو سيمې يوه اوسېدونکي حاجي لال جان پژواک وويل، د داسې پېښو له دوام سره به د عامو خلكو باور پر امنيتي ځواكونو كم شي.
نوموړي وويل: ((د هدفي وژونو په پېښو كې يو شمېر دولتي كسان هم وژل شوي خو تر ډېرې مافيايي كړۍ په کې لاس لري، دا د دولتي ارګانونو دنده ده، چې د داسې پېښو مخه ونيسي.))
عبدالسلام د لښكرګاه يو بل اوسېدونکى دى چې په دغه ښار کې د هدفي وژونو او ترهګرېزو پېښو له امله په اندېښنه کې دى.
نوموړى وايي: ((په تېره يوه مياشت كې دغه ډول پېښو زور اخيستى، تر شپږ او اوو زياتې پېښي رامنځته شوې دي، چې ملكي او دولتي كسان په كې وژل شودي.))
بلخوا د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار پژواک ته ومنله، چې په دې وروستيو كې په لښکرګاه ښار کې تروريستي پېښې زياتې شوې دي.
انګار وايي: ((د دغو پېښو ځينې هغه يې تروريستي او ډېرې يې جنايي دي. موږ په دې برخه کې جدي يو او د مخنيوي هڅې يې کوو.))
د يادولو ده، روانه مياشت د هلمند په مرکز لښکرګاه کې اوه هدفي بريدونه رامنځته شوي چې په کې د دولتي کارکوونکو په ګډون ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
په وروستۍ دغسې پېښه کې د دغه ولايت د کارګرانو د ټولڼې مسوول ووژل شول.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن