کابل ( پژواک ۱۱ کب ۹۲ ) په کندهار ولایت کې هم وسلوالو ۱۰ تنه ملکي وګړي حکومت سره د همکارۍ په تور تښتولي دي.
دغه پيښه د کندهارولایت په غورک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
ددې ولسوالۍ یوه قومي مشر چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د کب په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسلوالو ۱۰ کسان تښتولي دي.
هغه زیاته کړه چې وسلوالو په دې تور دغه کسان وړي، چې ولې ښار ته تګ راتګ کوي او په حکومتي شورا کې ګډون کوي.
دی وایي چې تر اوسه ددغو کسانو برخلیک نه دی معلوم شوی.
د کندهارد امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک اژانس ته وویل چې وسلوالو یواځې څلور کسان تښتولي چې حکومتي ځواکونه یې د خوشې کولو هڅې پیل کړې دي.
دیادونې وړ ده چې د ننګرهار ولایت چارواکو هم خبر ورکړی و، چې وسلوالو لسګونه کسان له ګوشتې ولسوالۍ څخه حکومت سره د همکاري په تور تښتولي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن