ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي پېښو کې ١١ طالبانو ته مرګ وژبله اوښتې

امنيتي پېښو کې ١١ طالبانو ته مرګ وژبله اوښتې

author avatar
4 Mar 2014 - 17:02
امنيتي پېښو کې ١١ طالبانو ته مرګ وژبله اوښتې
author avatar
4 Mar 2014 - 17:02

کابل (پژواک ١٣ کب ٩٢): امنيتي چاروکي وايي، چې په ميدان وردګو او کندهار ولايتونو کې د پوځي عملياتو او نښتو په ترڅ کې ١١ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ولايتي چارواکي وايي، دغه عملياتو او نښتې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې رامنځته شوې، چې يو طالب قوماندان هم په کې وژل شوى دى.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي د کب په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ياد ولايت د دايميرداد ولسوالۍ په کافر کلا سيمه کې نن (سې شنبه) غرمه مهال شاوخوا دوولس بجې امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو د يو سيمه ييز قوماندان په ګډون ٢ تنه وژل شوي او٦ نور ټپيان دي .

خوږياڼى وايي، دغه نښته هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملي اردو سرتېرو په سيمه کې چاڼيز عمليات ترسره کول .

نوموړى وايي، په رامنځته شوې نښته کې ولسي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

په ورته مهال د کندهار چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې پنځه وسله وال وژلي او يوه اندازه وسلې يې نيولې دي.

د دغه ولايت د مقام له دفتره د کب په ١٣مه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه عمليات د شاوليکوټ ولسوالۍ په چنارتو کلي کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ترسره شوي دي.

په خبر پاڼه کې ويل شوي، چې په عمليات کې يو شمېر وسلې هم نيول شوې دي.

ديوه بل خبر له مخې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه رنجر موټر د چاودنې له امله درې پوليس ټپيان شوي دي.

دغه راز په پکتيا ولايت کې پوليس وايي چې د مولوي نصرالله منصور د ډلې ديوه سرګروپ د نيولو خبر ورکړى دى.

امنيه قوماندان زلمى اورياخېل پژواک ته وويل چې نيول شوى ددې ولايت په بريدونو او چاودنو کې لاس درلود.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.