ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمس الله جاوېد: تبديلي مې د اصولو خلاف شوې

author avatar
4 Mar 2014 - 17:06
author avatar
4 Mar 2014 - 17:06

مزارشريف (پژواک ١٢ کب ٩٢): د شمال زون د فساد پر وړاندې د مبارزې پخوانی رييس وايي، چې له شمال  څخه ختيځ زون ته د ده تبديلي د اصولو خلاف شوې ده.

د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې، د ۱۶۰۰شمېرې مکتوب له مخې، چې د کب په ۱۰مه صادر شوی، حکم کړی، چې د شمال زون د فساد پر وړاندې د مبارزې رييس شمس الله جاوېد د ختيځ زون د فساد پر وړاندې د مبارزې د رييس په توګه د شپږو مياشتو لپاره تبديل او د ختيځ زون د فساد پر وړاندې د مبارزې رييس احمدشاه مومند يې پر ځای د يادې مودې لپاره وټاکل شو.

خو شمس الله جاوېد د کب په ۱۳مه په مزارشريف ښار کې خبري ناستې ته وويل، چې دغه مکتوب ده ته بېګا شپه رسېدلی دی.

نوموړي زياته کړه، چې دغه تبديلي د دولتي چارو د اصولو په خلاف ترسره شوې او له ده سره په کې هېڅ ډول تفاهم نه دی شوی.

که څه هم شمس الله جاوېد تېره ورځ له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي وو چې: ((زه د مرکزي دفتر له خوا ټاکل شوی يم، تر دې دمه زما د لرې کېدو يا تبديلۍ کوم خبر ما ته نه دی رسېدلی، که چېرې له دې وروسته داسې کېږي؛ نو په دې معنا به وي، چې د يو شخص په فرمايش زه لرې کېږم.))

خو نوموړي نن د همدې مسئلې په اړه د پژواک د پوښتنې په ځواب کې د بلخ له ولايتي ادارې څخه شکايت ونه کړ او زياته يې کړه، چې ياده تبديلي د دې معنا ورکوي، چې په مرکز کې پياوړې اداره نشته ده.

شمس وويل: ((د دې پر ځای، چې د فساد پر وړاندې زما د شوې مبارزې په ترڅ کې مرکزي اداره زما ملاتړ وکړي؛ د اصولو خلاف مې بلې سيمې ته تبديلوي.))

د يادونې ده، چې له يو څه مودې راهيسې د شمال زون د فساد پر وړاندې د پخواني رييس شمس الله جاوېد او د بلخ ولايت مقام تر منځ ترينګلتيا پيدا شوې وه، له همدې امله د روان کال د لسمې مياشتې په لسم تاريخ د بلخ ولايت مقام له خوا د دغه ولايت ټولو دولتي ادارو ته مکتوب لېږل شوی، چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې له ادارې سره اړيکې پرې کړي.

د مکتوب پر ترلاسه شوي تصوير کې د بلخ د والي عطا محمد نور لاسليک له ورايه ښکاري.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه مکتوب صادرول د افغانستان د اساسي قانون او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د قانون د شپږمې مادې خلاف عمل دی.

 شمس الله جاوېد وويل، چې د ټول شمال زون په کچه بلخ هغه ولايت دی، چې د اداري فساد پر وړاندې يې دوی ته ډېر شکايتونه شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه يې له کړو شکايتونو ۲۴۴ دوسيې ثبت کړې، چې نږدې ۴۰ يې څارنوالۍ ته هم معرفي شوې دي.

د هغه په وينا، په يادو دوسيو کې ستره دوسيه د حيرتان بندر د اداري فساد په اړه ده او همداراز، د ځمکو غضب او د دولتي مامورينو له کاره د تېښتې پېښې دي.

په کابل کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارې مرستيال عبدالرزاق زلالي پژواک اژانس ته وويل، چې د شمس الله جاوېد تبديلي په کارونو کې د نور ښه او پرمختګ له امله شوې ده.

هغه د جاوېد څرګندونې شخصي وبللې او زياته يې کړه، چې هغه د ادارې د مشرتابه د پرېکړې له مخې خدمتي ننګرهار ولايت ته بدل شوى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.