ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې د غبرګو چاودنو له امله پنځه کسان مړه او درې ټپيان شوي دي

په فارياب کې د غبرګو چاودنو له امله پنځه کسان مړه او درې ټپيان شوي دي

author avatar
4 Mar 2014 - 20:17
په فارياب کې د غبرګو چاودنو له امله پنځه کسان مړه او درې ټپيان شوي دي
author avatar
4 Mar 2014 - 20:17

ميمنه (پژواک ١٣ کب ٩٢): د فارياب ولايت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په بادغيسي سيمه کې، د دوه چاودنو له امله پنځه کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

د فارياب د ولايتي شورا مشر رحمت الله ترکستاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ چاودنه نن مازديګر شا وخوا پنځه بجې او دوهمه چاودنه له يادې پېښې پنځلس دقيقې وروسته رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په لومړۍ چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي او په دوهمه چاودنه کې درې کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى.

ترکستاني زياته کړه، چې ټول وژل شوي او ټپيان ملکي وګړي دي.

د سيمې اوسېدونکى نقيب الله وايي، چې په يادو دوو چاودنو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

خو د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال توريالى عبدياني وايي، چې نوموړي ته تر دې مهاله د يوې چاودنې په اړه معلومات ورکړل شوي، چې په پايله کې يې دوه کسان مړه او درې نور ټپيان دي.

هغه وويل، چې امنيتي ځواکونه له روغتيايي ټيم سره يو ځاى سيمې ته لېږل شوي او د پيښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د امنيه قوماندان د معلوماتو له مخې، دغه ماين د شخصي ستونزو له امله په يوه زوړ دوکان کې ځاى پر ځاى شوى و.

د دغې پېښې نور جزيات به وروسته خپاره شي.

يادې دوه چاودنې په داسې حال کې تر سره کېږي، چې پرون په دغه ولسوالۍ کې ځانمرګي بريدګر د اشرف غني احمدزي د ټاکنيز دفتر او ولايتي شورا پر مشر د بريد هوډ درلود، چې خپلې موخې ته تر رسېدو وړاندې، د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شو.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.