ښرنه (پژواک ١٣ کب ٩٢): د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې د ښوونکو د روزنې ملاتړي مرکزونه پرانيزي.
د ياد ولايت د پوهنې رييس کوچي ځاځي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې په دغه ولايت کې د ښوونکو علمي کچه لوړه شي.
د ځاځي په خبره، اوس په دغه ولايت کې د ښوونکو د روزنې لپاره يو دارالمعلمين او يو روزنيز ملاتړى مرکز شته.
نوموړى وايي: ((موږ له پوهنې وزارت او د تربيه معلم له رياست سره په ګډه د ښوونکو د روزنې لپاره په راتلونکي کال کې د پنځو ملاتړي مرکزونو د فعالولو پلان لرو.))
ځاځي وويل، دغه حمايوي مرکزونه به په اومنه، يحيى خېل، يوسف خېل، سروبي او مټاخان ولسواليو کې پرانيستل شي.
د پوهنې رييس زياتوي، د يادو مرکزونو په پرانيستلو سره به په پکتيکا کې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه تر ډېره بريده حل شي.
کوچي ځاځي دا هم وويل، چې د دغه ولايت له ۶۹۸ ښوونکو يې د مهارتونو لوړلو په موخه ازموينه اخيستې ده.
د ده په خبره، په دې ازموينه کې ليسانس، څوارلسم پاس او د بکلوريا په کچه ښوونکو برخه اخيستې وه، چې بريالي ښوونکي به د رتب معاش په سيستم کې شامل شي.
هغه وايې، په رتب معاش سيستم کې د ښوونکو شاملېدل به د هغوى په معاشونو او امتيازاتو کې زياتوالى راولي.
نوموړي همداراز وويل، د پوهنې رياست د خالي ۲۲ بستونو لپاره ازموينه اخيستې او په دغو بستونو کې به هم وړ کسان پر دندو وګومارل شي.
په ورته مهال د پکتيکا ولايت يو شمېر ښوونکي په دغه ولايت کې د ښوونکو د سويې ازموينه اخيستل او د روزنيزو مرکزونو د جوړولو هرکلى کوي او دغه کار يې ګټور بللى دى.
د ښرنې د محمدرفق ښوونځي يوه ښوونکي محمداکرام، چې د استادانو په ازموينه کې يې برخه لرله، پژواک ته وويل، چې دا ازموينه به د ښوونکو د علمي کچې په معلومولو او د رتبو په ټاکلو کې ډېره مرسته وکړي.
نوموړي په ورته مهال د استادانو لپاره د ښوونيزو مرکزونو پر پرانيستلو خوښي وښوده او دا چاره يې د ښوونکو پر ګټه وبلله.
د مټاخان ولسوالۍ د سدوکلا د ښوونځي يوه ښوونکي واصف خان پژواک ته وويل: ((له خپلې ولسوالۍ څخه د ښرنې دارالمعلمين ته د زده کړو لپاره ځو، دغه کار مو ډېر وخت نيسي ځکه لاره اوږده ده که چېرې د دارالمعلمين څانګه پرانيستل شي نو زما په ګډون به ټولو استادانو ته ښه وي.))
هغه وايي، د ښوونکي لپاره د ښوونيزو حمايوي مرکزونو په پرانيستلو سره به د مټاخان په ګډون د نورو لرو پرتو ولسواليو ډېر شمېر ښوونکي مسلکي شي.
په پکتيکاولايت کې تر اوسه ټولټال ۳۶۳۲ ښوونکي شته، چې له دې ډلې ۹۹۲ يې رسمي او پاتي نور د اجير يا قراردادي ښوونکي په توګه دندې اجرا کوي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن