ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني برېښنا رياست په ناغېړۍ تورن شو

د غزني برېښنا رياست په ناغېړۍ تورن شو

author avatar
5 Mar 2014 - 13:51
د غزني برېښنا رياست په ناغېړۍ تورن شو
author avatar
5 Mar 2014 - 13:51

غزني (پژواک ١٤ کب ٩٢): د غزني يو شمېر اوسېدونکو د دغه ولايت د برېښنا رياست په چارو کې په ناغېړۍ تورن کړ.

د ياد ولايت ځيني اوسېدونکي وايي، له ډېرې مودې راهيسې د غزني ښار يو شمېر سيمو ته د برېښنا مزي غځول شوي خو د ژمنو خلاف د کال به تېرېدو په کې تر اوسه برېښنا نشته.

د غزني ښار د خواجه بقال سيمې يوه اوسېدونکي عزت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، د يوه کال په تېرېدو تر اوسه ورته دولتي برېښنا نه ده انتقال شوې.

نوموړي وويل: ((موږ له ډېرې مودې راهيسې شخصي برېښنا کاروو، چې يو کيلوواټ يې ۶۵ افغانۍ دى، دولت د برېښنا ژمنې کوي خو تر اوسه يې هېڅ ونه کړل.))

د غزني ښار يوه اوسېدونکي نوراحمد پژواک ته وويل، د ښار اوسېدونکي برېښنا ته ډېره اړتيا لري او دا اړتيا يې بايد ژر تر ژره پوره شي.

هغه زياتوي، همدا اوس داسې کسان شته، چې غواړي صنعتي فابريکې جوړې کړي خو د برېښنا د کمښت له امله کار ته زړه نه ښه کوي.

د غزني ښار د پښتون اباد سيمې اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل، چې د دوى سيمې ته هم د دولتې برېښنا مزي غځول شوي خو برېښنا په کې نشته.

نوموړي وويل: ((د برېښنا رياست تېر کال نوي ماشينونه راوړي خو تر اوسه يې نه دي فعال کړي، زموږ د سيمې زياتره اوسېدونکي برېښنا نه لري، شخصي برېښنا په لوړه بيه ده او بل دا چې د شپې د څو ساعتونو لپاره وي او بېرته ځي.))

 

 

په غزني کې د برېښنا نشتوالي د دغه ولايت پر عادي وګړو سربېره پر کارو بار او صنعتي فابريکو هم بده اغېزه کړې ده.

په غزني کې د شيريني جوړوونې د يوې فابريکې مشر حميدالله هم د برېښنا نشتوالى د خپلو چارو پر وړاندې ستره ستونزه وبلله.

حميدالله پژواک ته وويل: ((شخصي برېښنا په لوړه بيه ده او بل دا چې ضعيفه ده، نو د دولتي برېښنا نشتوالى مې چارې ټکنۍ کړې دي.))

د نوموړي په وينا، په ټوله ورځ کې يوازې دوه يا درى ساعته کار کوي، خو که دولتي برېښنا ولري نو د فابريکې چارې به يې څو ساعتونو ته زياتې شي.

بلخوا د غزني د برېښنا رييس انجنير جان محمد پژواک ته وويل، چې د دغه ولايت په څو بېلابېلو سيمو کې يې ډېزلي جنراتورونه ځاى پر ځاى کړي او ډېر ژر به يې برېښنا توزېع شي.

د نوموړي په وينا، دغه برېښنا به د ښاري سيمو تر څنګ د خشيک، قدم کلا، روضې، اميرمحمد خان کلا او خواجه بقال په سيمو کې ووېشل شي.

د غزني د برېښنا رييس زياتوي، په غزني کې هر کيلواټ برېښنا ٤٥ افغانۍ ده او که د تېلو بيه ټيټه شي په هماغه تناسب به د برېښنا په بيو کې هم ټيټوالى راولي.

د انجنير جان محمد په وينا، دوى له خلکو په لومړي سر کې ٤٥٠٠ افغانۍ اخلي او په بدل کې يې کورونو ته مزي غځوي او مېترونه ورکوي.

هغه وايي: ((د برېښنا په اخيستلو کې د خلکو لېوالتيا کمه ده، سره له دې چې اړتيا هم ورته لري، خلک دې له دولتي برېښنا کار واخلي ځکه په سيمو کې يې خصوصي شرکتونه پر خلکو هر کيلواټ برېښنا په ٦٥ افغانۍ پلوري.))

 د برېښنا رييس زياته کړه، د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د وارداتي برېښنا ژمنه هم ورسره شوې، چې اوسمهال يې پر پروژه باندې کار روان دى.

د نوموړي په خبره، که دغه ولايت ته وارداتي برېښنا را انتقال شي، نو د برېښنا په نرخونو کې به ٩٠ سلنه کموالى راشي.

په غزني ښار ٤٣٠٠ کورنۍ دولتي برېښنا لري، چې د چارواکو په وينا د نوې ډېزلي برېښنا له وېشلو سره به د دغو کورنيو شمېر ١١٠٠٠ ته لوړ شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.