ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل: ټاکنو کې به هېچا ته د لاسوهنې اجازه ورنه کړو

امرخېل: ټاکنو کې به هېچا ته د لاسوهنې اجازه ورنه کړو

author avatar
7 Mar 2014 - 11:18
امرخېل: ټاکنو کې به هېچا ته د لاسوهنې اجازه ورنه کړو
author avatar
7 Mar 2014 - 11:18

اسعداباد (پژواک ١٦ کب ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د هغو دولتي چارواکو پر وړاندې يې جدي ګامونه پورته کړي، چې د ولسمشرۍ له نوماندانو يې پلوي کړې ده.

 د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا مشر ضياالحق امرخېل په کونړ ولايت کې خبريالانو ته وويل، چې په تېرو نږدې ورځو کې يو شمېر دولتي چارواکو د کانديدانو په رسمي غونډو کې ګډون کړى دى.

امرخېل زياته کړه، چې د دغو دولتي چارواکو په اړه به له څېړنو وروسته ولسمشر حامد کرزي ته ټول معلومات په ليکلي ډول وړاندې کړي او پايلې به يې اولس ته په ډاګه شي.

نوموړي وويل، چې ياو چارواکو د رسمي دندو پر مهال د ټاکنو له قانون او د ولسمشر کرزي له فرمانه سرغړونه کړې، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون دا موضوع له نږدې څاري او له افغان حکومت سره به يې شريکه کړي.

د کمېسيون دغه چارواکي وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو قانون او د ولسمشر هغه فرمان ته ژمن دى، چې له مخې يې په ټاکنو کې د دولتي چارواکو د پلوۍ او لاسوهنې مخه نيول شوې ده.

امرخېل وايي، تمه لري چې د راتلونکي کال د وري مياشتې د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې نه شي، خو که ولاړې هم شي، دوى پوره چمتووالى ورته لري.

نوموړي وويل: ((د ټاکنو کمېسيون دغه ځل په ټاکنو کې د روڼوالي لپاره له دوه ډوله رنګونو کار اخلي او ازمايل شوي دي، چې د دريو ورځو لپاره دا رنګ له ګوتو نه ځي.))

د ټاکنو کمېسيون د دارالانشا رييس زياته کړه، چې له يادو رنګونو د يوه رنګ تېز او له ورايه ښکاري خو د بل رنګ د څراغ په رښانولو سره ښکاري.

امرخېل د راى پاڼو په اړه وويل، چې دغه ځل د ټاکنو کارتونه او راى پاڼې په خورا ښه کيفيت په بهر کې چاپ شوې، چې له همدې کبله د تقلب مخه يې په کلکه نيول شوې ده.

هغه زياته کړه، د ټاکنو کمېسيون ولس ته ډاډ ورکوي، چې هېڅ دولتي چارواکي، کانديد او بهرنيانو ته به اجازه ورنه کړي، چې په راتلونکو ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.