ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزی : خپل ورور مې وهڅولو چې له کاندیدتورۍ تیر شي

حامد کرزی : خپل ورور مې وهڅولو چې له کاندیدتورۍ تیر شي

author avatar
7 Mar 2014 - 18:51
حامد کرزی : خپل ورور مې وهڅولو چې له کاندیدتورۍ تیر شي
author avatar
7 Mar 2014 - 18:51

کابل ( پژواک، ۱۶ کب ۹۲ ) : ولسمشر حامد کرزی وایي چې خپل ورور قیوم کرزی یې وهڅولو چې له خپلې کاندیداتورۍ تیر شي.

له ارګ څخه د کب په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې د سریلانکا په پلازمینه کولمبو کې  له یو شمیر ځایي بهرنیو رسنیو سره دلیدنې پر مهال کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، ولسمشر کرزي پرون له غرمې وروسته د کولمبو په ښارکې په خپل استوګنځي کې د یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو او د تحقیقاتي مرکزونو له مسوولینو سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې،حامد کرزي په دغه کتنه کې په سریلانکا کې د بشري حقونو او په افغانستان کې د بشر د حقوقو د اهمیت په اړه وویل چې، سوله او ښه ژوند او د انسانانو حقوق  تضمینوي.

هغه زیاته کړې : (( جګړه ټول واټونه له بشري حقونو څخه د سر غړونې په لور سوقوي. په هره اندازه چې زموږ په هېواد کې سوله وي په هماغه اندازه ثبات، امنیت او زموږ د خلکو د بشري حقونو څخه د ساتنې لپاره زمینه برابریږي. له دې امله د افغانستان له تجربې او نظره په قطعي ډول باید زموږ د اتباعو بشري حقونو ته پاملرنه وشي.))

د ولسمشر کزي په وینا،افغانستان هره ورځ د خپلو خلکو له حقونو څخه د سرغړونې شاهد دی چې دا تر ډیره د جګړې او له هغې څخه د رامنځته شویو عواملو په سبب دي.

سرچینه زیاتوي، حامد کرزي د ولسمشرۍ د ټاکنو او د خپل ورور له کاندیداتورۍ څخه د تیریدو په اړه وویل دا چې وروریې غواړي له خپلې کاندیداتورۍ څخه تیر شي او دا یو نیک کار دی.

ولسمشر کرزي زیاته کړې : ((ما خپل ورور قیوم کرزی و هڅولو چې تیر شي. اوس دا پر ده پورې اړه لري چې د کوم کاندید په ګټه تیریږي او که یواځې له خپلې کاندیداتورۍ څخه لاس اخلي.))

ولسمشردا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د هغه ورور د ولسمشرۍ کاندید قیوم کرزي  پرون د ولسمشرۍ بل کاندید ډاکټر زلمي رسول په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ تیر شو.

 

حامد کرزي زیاته کړې : ((  زه فکر کوم چې په انتخاباتوکې له کاندیداتورۍ څخه د هغه تیریدل به، له دې سره مرسته وکړي چې بهرنیان په انتخاباتوکې لاس وهنه ونه کړي. تاسو د۲۰۰۹ میلادي کال انتخابات په یاد لری چې په هغوکې د بهرنیانو لخوا ډیرې لاس وهنې وشوې په همدې دلیل ما له خپل ورورڅخه وغوښتل چې له خپلې کاندیداتورۍ څخه صرف نظر وکړي او په دې کار سره غواړم چې نور په انتخاباتو کې بهرنیانو ته د لاس وهنې پلمه پاتې نه شي.))

ولسمشر یادو رسنیو سره د خبرو پر مهال ټینګار کړی، چې په انتخاباتو کې ځانګړی کاندید نه لري او هغه لږ شمېر کاندیدان چې موجود دي هغه ټول پیژني او په حکومت کې یې له هغوی سره کار کړی دی او له هغوی سره یې کتلي هم دي.

هغه زیاته کړې : ((زه ورته نیکې هیلې لرم. زما لپاره لویه لاس ته راوړنه او هغه ښه میراث چې پاتې کیږي، په افغانستان کې د عادلانه او شفافو انتخاباتو ترسره کېدل دي، هغه انتخابات چې د افغانستان خلک په خپلو رایو سره راتلونکی جمهوررئیس وټاکي. هر څوک چې د افغانستان د خلکو لخوا وټاکل شو، د افغانستان د یوه تبعه په توګه به هغه زما جمهوررئیس هم وي.))

ولسمشر ویلي چې نوي راتلونکي ولسمشر ته د هغه څه په باب چې دوی ترسره کړي دي مشوره ورکړي، چې په کومو برخو کې یې تیروتنه کړې ده او په څه ډول دی د دا ډول تیروتنو مخنیوی وکړي.

د هغه په وینا، امریکا له افغانستان څخه په بشپړه توګه نه ځي، که چیرې امنیتي او دفاعي موافقه لیک لاسلیک شي، د هغوی یو محدود شمېر په افغانستان کې پاتې کیږي.

ولسمشر ویلي، د لسمشرۍ ټولو کاندیدانو ویلي دي چې کله چې یې د جمهوري ریاست واګي ترلاسه کړل، امنیتي او دفاعي موافقه لیک لاسلیک کوي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزی  نن هیواد ته بیرته ستون شوی دی.

بلخوا هندي رسنیو خبر ورکړی، چې ولسمشر کرزی سریلانکا څخه کابل ته د تګ پر مهال په هند کې لنډه دمه کړې ده، چیرته چې په یوه روغتون کې دهغه لور پیدا شوې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.