ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: د هېواد د خلکو د قاتلانو پر وړاندې به کلکه مبارزه وکړو

عبدالله: د هېواد د خلکو د قاتلانو پر وړاندې به کلکه مبارزه وکړو

author avatar
7 Mar 2014 - 16:12
عبدالله: د هېواد د خلکو د قاتلانو پر وړاندې به کلکه مبارزه وکړو
author avatar
7 Mar 2014 - 16:12

کابل (پژواک ١٦ کب ٩٢): د ولسمشريزو ټاکنو کانديد ډاکټر عبدالله د عبدالعلي مزاري د نولسم تلين په غونډه کې وويل، د افغانستان له هغو دښمنانو سره، چې د شخصيتونو او زرګونو عامو خلکو د وژنې لامل ګرځېدلي، کلکه مبارزه کوو.

 د وحدت اسلامي ګوند پخوانى مشر عبدالعلي مزاري د ١٣٧٣ کال د کب مياشتې په ٢٢مه په کابل کې د طالبانو له خوا ونيول شو او بيا کندهار ته د انتقال پر مهال د چورلکې د لوېدو په يوه پېښه کې په غزني کې ووژل شو.

مزاري وروسته د بلخ ولايت د مزارشريف په ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

ډاکټر عبدالله په دې غونډه کې، چې نن د لسګونو زرو کسانو، حکومتي چارواکو، د ملي شورا د غړو، د ګونډونو د مشرانو او د قومونو د مخورو په ګډون د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې جوړه شوې وه، وويل: ((موږ د خپل هېواد او خاورې او د شهيدانو د وينې او د خلکو د ځان او مال د دفاع په خاطر د جنايتکارانو او قاتلانو پر خلاف ولاړ يو او نه يې پرېږدو چې نور د بېګناه خلکو وينې تويې کړي.))

 دغه نوماند له خلکو غوښتنه وکړه، چې د خپلو ارمانونو د لاسته راوړنې په موخه د هغه له ټاکنيز ټېم سره يوځاى شي.

نوموړي زياته کړه، چې دوى د دوامدارې سولې غوښتونکي او د خلکو پر وړاندې پر خپلو ژمنو ولاړ دي او هڅه کوي، چې د خلکو ژوند ښه کړي.

ډاکټر عبدالله يو ځل بيا ژمنه وکړه، چې په ټاکنو کې د بريا په صورت کې به د متوازنې پرمختيا، ښوونې او روزنې، روغتيا، د معلولينو او د ښځو حقونو ته جدي پاملرنه وکړي.

د ډاکټر عبدالله مرستيال محمد محقق وويل، چې عبدالعلي مزاري د هېواد د دفاع په لاره کې خپل ځان قربان کړ او خلک بايد د هغه لارې ته ادامه ورکړي.

محقق پر حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل، چې په تېرو ١٢ کلونو کې يې متوازنه پرمختيا نه ده رامنځته کړې.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د بريا په صورت کې به د متوازنې پرمختيا کرنلاره عملي کړي ترڅو ټول ولايتونه يو ډول پرمختګ وکړي.

د ډاکټر عبدالله بل مرستيال انجنير محمد خان هم ژمنه وکړه، چې د بريا په صورت کې به کاري قدرت، خلکو، ښځو او د افغانستان اولس ته وسپاري.

 

 

 

 

 

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.