ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزي په ټاکنو کې د ښځو په ټاکونکي رول ټينګار وکړ

حامدکرزي په ټاکنو کې د ښځو په ټاکونکي رول ټينګار وکړ

author avatar
8 Mar 2014 - 14:54
حامدکرزي په ټاکنو کې د ښځو په ټاکونکي رول ټينګار وکړ
author avatar
8 Mar 2014 - 14:54

کابل(پژواک،١٧ کب ٩٢): ولسمشر کرزي يو ځل بيا بهرنيان په تېرو ټاکنو کې په لاسوهنه تورن کړل او له ټولو خلکو په ځانګړي ډول له ښځو يې وغوښتل، چې د ١٣٩٣ لمريز کال په ټاکنو کې په خپل ګډون سره ثابت کړي، چې د دوى رايه ټاکونکې ده.

ولسمشر حامد کرزى ، چې نن يې د ښځو د نړيوالې ورځې( د مارچ اتمه) نمانځغونډې ته په کابل کې خبرې کولې ، د ١٣٩٣لمريز کال د وري مياشتې د ١٦مې نېټې د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه وويل:((تاسې د نړۍ په مطبوعاتو کې اورئ، چې نه پوهېږم څه کيږي، خرابېږي،  ښه کېږي او  بدېږي، خو ښې ټاکنې کېږي او ډېرې ښې کېږي، خلک به په ټول هېواد کې ځي او رايه به ورکوي.))

   نوموړي د افغانستان له خلکو وغوښتل، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي، د هېواد راتلونکى ولسمشر وټاکي، څو دى په کور کې بېغمه کښېني.

  نوموړي ښځو ته په خطاب کې وويل:(( که چېرته د ٢٠٠٩ زېږديز کال په ټاکنو کې د ښځو رايې زما په ګټه نه واى، نو بهرنيانو به مې چاره راکړې وه، نارينوو، ځينې معاملې وکړې، و ډار شول او رايې يې را نه کړې.))

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا د دفاع پخواني وزير رابرټ ګېټس د خپلو خاطرو په کتاب کې چې څه موده وړاندې خپور شو، ليکلي چې امريکا هڅه وکړه، څو حامد کرزى د ٢٠٠٩ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له واکه لرې کړي.

 حامد کرزي وويل، چې د افغانستان راتلونکى حکومت د خلکو لپاره ښه خدمت کولى شي، ځکه چې د پخوا په پرتله يې ښه حالات په واک کې دي.

نوموړي همدارنګه وويل، چې په تېرو ١٣ کلونو کې د افغان ښحو په سياسي ، اقتصادي او ټولنيز ژوند کې مثبت بدلونونه څرګند شوي ، خو د نړۍ د نورو هېوادونو غوندې لا هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاو تريخوالى شته.

نوموړي ښوونځي ته د نجونو تګ، په سياسي او اقتصادي برخو کې د ښځو ګډون، روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى او نور په تېره څه باندې يوه لسيزه کې د افغانستان د لاسته راوړنو په نامه ياد کړل.

 نوموړي په دې برخه کې  د نړيوالې ټولنې له مرستو په مننې وويل، چې په دې برخه کې شته لاسته راوړنې  په افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو اړوندې دي.

هغه زياته کړه:((څه مې چې په لاس راوړي، ترې خوښ يو، موږ قانع نه يو، قناعت بل څه دى، بايد بهتره شو، زر ځله، ميليون ځله غوره شو او دا لار بايد په چټکۍ سره ووهو.))

ولسمشر وويل، چې لا هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى د نورو هېوادونو غوندې روان دى او بايد چې افغانان يې د ورکولو لپاره هڅې وکړي.

 ده له نارينوو وغوښتل، چې له ښځو سره دې له تاوتريخوالي کار نه اخلي.

هغه زياته کړه:(( له ښځو سره تاوتريخوالى د نارينوو زور نه څرګندوي، بلکې د دوى د کمزورۍ څرګندوى دى، ددوى بې وسي څرګندوي او د تېښتې حالت يې ښيي.))

حامد کزي له ديني عالمانو او سپين روبو څخه وغوښتل، څو خلک ښځو ته د درناوي لپاره وهڅوي.

کرزي ښوونه او روزنه د ترقۍ او پرمختګ يواځينۍ لار وګڼله او له کورنيو څخه يې وغوښتل، چې د خپلو لوڼو د زده کړې مخنيوى  دې نه کوي.

ولسمشر کزري وويل، چې افغانستان بايد د پرمختګ لپاره د عمل د سرعت ترڅنګ اساسي ګامونه هم واخلي، چې له نړۍ سره سيال شي.

 ولسمشر کرزي د ښځو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې د خپلې لور د زېږون خبر ورکړ او ويې ويل، چې نوې زېږېدلې لور به يې هم ١٨ کاله وروسته په ټاکنو کې ګډون وکړي.

 يوه ګډونوال ولسمشرکرزي ته وړانديزوکړ، چې په لور يې ” مروه بهار” نوم کېږدي او يوه بل ګډونوال بيا ولسمشر کرزي ته وويل، چې په لور يې زهره نوم کېږدي.

 بالاخره په دې غونډه کې د ګډونوالو نظر واخيستل شو او ډېرى ګډونوالو يې مروه بهار نوم مناسب وباله

 

ولسمشرکرزي هم دا ټاکنه ومنله او ويې ويل:(( تاسې وليدل چې رايه اخيستنه څومره ګټه لري، نوم زر وټاکل شو… يو هېواد د ټاکنو له لارې د سولې او ثبات خواته ځي.))

د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر په نننيو مراسمو کې، چې د (مساوات د ښځو لپاره، پرمختګ د ټولو لپاره) تر نامه لاندې جوړ شوي وو، وويل چې افغانستان په تېرو ١٢ کلونو کې د ښځو په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودلې دي.

هغه زياته کړه، چې د ١٢ کلونو پخوا په پرتله په دولتي ادارو کې د ښځو ګډون له صفر څخه ٢٢ سلنې ته ورسېده، په داسې حال کې، چې نجونې د ښوونځيو ٤١ سلنه جوړوي، ٧٠٠ خصوصي شرکتونه هم د ښځو له خوا اداره کېږي.

 نوموړي همدارنګه وويل، چې په تېرو ١٢ کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي قانون، د ښځو د ملاتړو مرکزونو مقرره، د ښځو د اقتصادي ملاتړ مقرره او د زنداني ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي مقرره  ددې وزارت له خوا جوړه شوې ده.

نوموړي په راتلونکي حکومت کې د ښځو په رول ټينګار وکړ او ويې ويل، چې لاسته راوړنې يې بايد وساتل شي.

همدرانګه په نننيو مراسمو کې د ښځو دنړيوالې ورځې په مناسب د ولسمشرکرزي د مېرمنې زينت کرزۍ پيغام هم ولوستل شو.

 په پيغام کې راغلي، چې د ښځو دنړيوالې ورځې نمانځنه د ښځو مقام ته درناوى دى.

زينت کرزۍ له ديني عالمانو غوښتنه کړې، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ورکولو لپاره  د ښځو د حقونو په اړه خلکو ته پوهاوى ورکړي.

مېرمن کرزۍ له عدلي او قضايي ارګانونو څخه غوښتنه کړې، څو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي عاملين د هېواد د نافذه قوانينو له مخې مجازات کړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.