ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليسو د ٢٧ ماشومانو د تښتونې په تور درې تنه ونيول

پوليسو د ٢٧ ماشومانو د تښتونې په تور درې تنه ونيول

پلخمري(پژواک،١٧کب٩٢) : د بغلان ولايت د امنيه قوماندانۍ پوليسو د ٢٧ ماشومانو د تښتونې په تور ٣ تنه نيولي دي.

د بغلان د امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن له غرمې مخکې يي درې تنه انسان تښتونکي نيولي دي.

د امرخيل په وينا، دې کسانو غوښتل ، چې له کندوز ولايت څخه ٢٧  ماشومان د ځانمرګي بريدونو د زده  کړو په موخه پاکستان ته ولېږدوي، خو د بغلان امنيتي پوليسو له خوا د پلخمري  ښار اړونده سيمه کې ونيول شول .

امرخېل وايي ، چې په يادو ماشومانو کې ٢٠ يې هلکان او٧ نورې يې نجونې دي، چې د ټولو عمرونه يې له پنځلس کلونو کم دي .

ده يادو ماشومانو له ډلې څخه ١١ کلن نصير، چې د کندوز ولايت د چهار درې ولسوالۍ اوسېدونکى دى وايي : ((دغه کسان زموږ کورونو ته راغلل او زموږ مور او پلار ته يې وويل ، چې ستاسو په ماشومانو موږ ديني زده کړې کوو، نو مور او پلار مې موږ له دوى سره کړو.))

نصير وايي ، چې ٣ شپې يې په کندوز ولايت کې له دې کسانو سره تيرې کړې دي.

د يادو درېيو  شکمنو کسانو له ډلې  څخه محمد حسن پژواک ته وويل ، چې دغه ماشومان يې نه تښتول، بلکې د ديني زده کړو په موخه يې لاهور ته ولاړل.

د بغلان پوليس وايي ، چې پېښه د لا روڼتيا په موخه تر څېړنې لاندې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.