پلخمري(پژواک،١٧کب٩٢) : د بغلان ولايت د امنيه قوماندانۍ پوليسو د ٢٧ ماشومانو د تښتونې په تور ٣ تنه نيولي دي.
د بغلان د امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن له غرمې مخکې يي درې تنه انسان تښتونکي نيولي دي.
د امرخيل په وينا، دې کسانو غوښتل ، چې له کندوز ولايت څخه ٢٧ ماشومان د ځانمرګي بريدونو د زده کړو په موخه پاکستان ته ولېږدوي، خو د بغلان امنيتي پوليسو له خوا د پلخمري ښار اړونده سيمه کې ونيول شول .
امرخېل وايي ، چې په يادو ماشومانو کې ٢٠ يې هلکان او٧ نورې يې نجونې دي، چې د ټولو عمرونه يې له پنځلس کلونو کم دي .
ده يادو ماشومانو له ډلې څخه ١١ کلن نصير، چې د کندوز ولايت د چهار درې ولسوالۍ اوسېدونکى دى وايي : ((دغه کسان زموږ کورونو ته راغلل او زموږ مور او پلار ته يې وويل ، چې ستاسو په ماشومانو موږ ديني زده کړې کوو، نو مور او پلار مې موږ له دوى سره کړو.))
نصير وايي ، چې ٣ شپې يې په کندوز ولايت کې له دې کسانو سره تيرې کړې دي.
د يادو درېيو شکمنو کسانو له ډلې څخه محمد حسن پژواک ته وويل ، چې دغه ماشومان يې نه تښتول، بلکې د ديني زده کړو په موخه يې لاهور ته ولاړل.
د بغلان پوليس وايي ، چې پېښه د لا روڼتيا په موخه تر څېړنې لاندې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن