ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د ګوزن بله پېښه ثبت شوې

په کونړ کې د ګوزن بله پېښه ثبت شوې

author avatar
9 Mar 2014 - 16:05
په کونړ کې د ګوزن بله پېښه ثبت شوې
author avatar
9 Mar 2014 - 16:05

اسعداباد (پژواک ١٨ کب ٩٢): د کونړ د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د پوليو يا ګوزن اتمه پېښه ثبت کړې ده.

د کونړ د عامې  روغتيا رياست  رييس ډاکټر اسدالله فضلي  وايي، چې ياده پېښه د غازي اباد ولسوالۍ په کڅۍ نومي کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د دغه کلي يوه ماشومه، چې نږدې ٣ کلنه ده، د ګوزڼ پر ناروغۍ اخته شوې  ده.

فضلي وايي، دا په روان زېږديز کال کې د ګوزڼ لومړۍ پېښه ده، چې په دغه ولايت کې ثبتېږي.

د نوموړي په وينا، دغه  ويروس  په  ګاونډي هېواد  پاکستان کې زيات  دی  او له هغه ځايه  افغانستان را انتقال شوی دى.

د عامې روغتيا رييس وويل، چې په روان زېږديز کال کې د پاکستان په سرحدي سيمو کې د ګوزڼ ١٩ مثبتې پېښې شوې دي.

د هغه په وينا، د دغه ولايت په يو شمېر سرحدي سيمو کې هم يو شمېر خلک له واکسين سره مخالفت کوي، چې له امله يې دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

فضلي زياته کړه، چې اوس هم په دغه ولايت کې نهه زره تر پنځه کاله کم عمره ماشومان  له واکسين څخه بې برخې پاتې کېږي.  

دى وايي، چې د روغتيا وزارت په مرسته يې د دغه ولايت په پنځو ولسواليو شيګل، اسمار، دانګام، ناړۍ او غازي اباد کې درى ورځنى د ګوزڼ ضد کمپاين پيل کړى دى.

د يادونې ده، تېر کال په دغه ولايت کې د ګوزڼ اوه پېښې ثبت شوې وې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.