ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د ټاکنو د ګډوډولو ګواښ وکړ

طالبانو د ټاکنو د ګډوډولو ګواښ وکړ

author avatar
10 Mar 2014 - 13:30
طالبانو د ټاکنو د ګډوډولو ګواښ وکړ
author avatar
10 Mar 2014 - 13:30

کابل ( پژواک،١٩ کب ٩٢ ) : وسله والو طالبانو يو ځل بيا له ټولټاکنو سره مخالفت وښود او له خلکو يې وغوښتل ، چې په دې ټاکنو کې دې ونډه  نه اخلي ،خو کورنيو چارو وزارت  دا خبرې يواځې تبليغات  بولي.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.

خو د وسله والو طالبانو له خوا د کب په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې بهرنيان او په سر کې يې امريکا غواړي ددې ټاکنو له لارې خپل ملګري يو ځل بيا واک ته ورسوي.

طالبانو له افغانانو غوښتي ، چې د ټاکنو تر نامه لاندې د بهرنيانو دغه دسيسه شنډه کړي او له دې ټاکنو سره پرېکون اعلان کړي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې : (( خلک دې په ټاکنو کې له ونډې اخيستنې سره ځانونه په خطر کې نه اچوي اوپه دې هم بايدټول پوه شي، چي رايه اچول کومه پايله نه ورکوي، ځکه چې اصلي ټاکني وار  دمخه په امريکا کې ترسره شوي او هغه کانديد ټاکل شوى، چې د امريکا خوښ وي.))

طالبانو په دې خبرپاڼه کې ګواښنه کړې، چې په هر ډول وي، د راتلونکو ټاکنو د ګډوډولو هڅې به کوي .

خو د کورنيو چارو وزارت وايي ، چې دوى د ټولټاکنو د امنيت لپاره کلک امنيتي تدابير نيولي او له خلکو يې غوښتي ، چې په ډاډه زړه په دې ټاکنو کې ونډه واخلي.

د کورنيو چارو وزارت په مشرۍ د امنيتي ارګانونو يو ګډون کمېسيون هم جوړ شوى ، څو د ټاکنو د امنيت  لپاره کار وکړي.

ددغه وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې د پلان له مخې د ټاکنو په ورځ به د رايو شاوخوا ٩٥ سلنه مرکزونو امنيت ټينګ وي.

ولسمشر حامد کرزي هم د رڼو ټاکنو لپاره يو فرمان صادر کړى ، چې پکې له ټولو دولتي چارواکو او مسوولين غوښتل شوي ، چې په ټاکنو کې له هر ډول لاسوهنو څخه ډډه وکړي.

هغه څو ورځې مخکې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د يوې غونډې پر مهال ټاکنو ته په  اشارې سره وويل ، چې ټاکنې به په شفافه توګه ترسره کېږي.

د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نور محمد نور د وسله والو طالبانو پورته ذکر شوې ادعا کړه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ټاکنې په هېواد کې دستونزو دهواري يواځينۍ لاره ده او له وسله والو مخالفينو يې وغوښتل ، چې په دې کې ونډه واخلي.

د نور په وينا، ټاکنې ولسي پروسه ده او دا ټاکنې د خلکو په خوښه او غوښتنه ترسره کېږي ، ترڅو د هېواد يو ملي مشر وټاکل شي.

ده زياته کړه : (( دا دکمېسيون دنده ده، چې ټولو هېوادوالو ته په ټاکنو کې د ونډې اخيستو زمينه برابره کړي.))

د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب الله دانش وايي د طالبانو خبرپاڼه يواځې تبليغات دي، چې له دې سره غواړي د خلکو ذهنونه ګډوډ کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې د ټاکنو د امنيت لپاره لازم تدابير نيول شوي او هېڅوک نه شي کولى ، چې ټاکنې ګډوډې کړي.

د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونه اوس پياوړي شوي او د ټاکنو د کمپاينونو پر مهال ، چې تر اوسه لسګونه وړې او لويې غونـډې شوي، کومه امنيتي ستونزه نه ده پيدا شوې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.