ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د ډاکټر عبدالله د کمپاين دوه غړي وژلي شوي

هرات کې د ډاکټر عبدالله د کمپاين دوه غړي وژلي شوي

author avatar
10 Mar 2014 - 13:50
هرات کې د ډاکټر عبدالله د کمپاين دوه غړي وژلي شوي
author avatar
10 Mar 2014 - 13:50

کابل-هرات (پژواک ١٩ کب ٩٢): د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيز کمپاين مسوولين وايي، چې د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د دوى د کمپاين دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د ياد ټاکنيز کمپاين له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه نن غرمه شاوخوا يوولس نيمې بجې د ډاکټر عبدالله د ټاکنيز کمپاين دفتر ته څېرمه رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو، چې د چاودنې له امله د دوى د دفتر دوه ساتونکي وژل شوي او څلور تنه نور د دوى د کمپاين فعالين ټپيان شوي، چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د ډاکټر عبدالله ټاکنيز کمپاين د يادې پېښې د غندلو ترڅنګ له امنيتي ځواکونو غوښتي، چې د ټاکنيزو دفترونو او د هغوى د فعالينو د خونديتوب په موخه هڅې ډېرې کړي.

خو له دې مخکې د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال سميع الله قطره پژواک ته ويلي وو، چې په دې پېښه کې دوه پوليس وژل شوي، څلور نور پوليس او څلور عام وګړي ټپيان دي.

دغه راز د هرات د حوزوي روغتون يوې سرچينې پژواک ته ويلي وو، چې دوى ته دوه مړي او اته ټپيان ور وړل شوي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ بللى دى.

د يادونې ده، د چاودنې سيمې ته نږدې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله غونډه هم روانه وه.

هېره دې نه وي، چې د ډاکټر عبدالله ټاکنيز دفتر مخکې هم ويلي وو، چې د فارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې يې د کب په لسمه، د ماين د چاودنې له امله د کمپاين يو تن وژل شوى دى.

دغه راز د دغه ټاکنيز کمپاين دوه نور غړي د ټاکنيزو مبارزو (د سلواغې ١٣مه) له پيل يو ورځ وړاندې په هرات ښار کې وژل شوي وو او له دې يوه اونۍ وروسته په سرپل ولايت کې يو قومي مشر، چې ډاکټر عبدالله ته يې کمپاين کاوه، د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوى و.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.