وروستى تعقيب : کندهار ښار ( پژواک،٢١ کب ٩٢ ) : د کندهار چارواکي وايي ، چې د ملي امنيت پر يوې څانګې ډله ييز بريد د درېيو بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېد.
دغه بريد نن د کب په ٢١مه، تر غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو د کندهار ښار د شهيدانو څلور لارې ته څېرمه د خاد په کوڅه کې وشو .
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې يوې ډلې ځانمرګو بريد کوونکو په ياده سيمه کې د ملي امنيت د تحقيق پر څانګې بريد وکړ .
هغه زياته کړه، چې تر يو ساعت نښتې وروسته درې واړه ځانمرګي بريد کوونکي د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي تر نښتې وروسته د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، چې په دې سيمه کې پخوا د ملي امنيت دتحقيق د څانګې دفتر و، خو اوس پکې د ملي امنيت کارکوونکي اوسېدل.
د نوموړي په وينا، بريدکوونکي، چې تنکي ځوانان وو، په وسلو او لاسي بمونو سمبال وو، خو له چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه يې له ځانه سره نه درلودل.
اطرافي وويل ، چې په دې بريد کې د ملي امنيت دوه کارکوونکي سرسري ټپيان شوي دي.
د کندهار د ميرويس روغتون يوې سرچينې هم پژواک ته وويل ، چې دوى ته يواځې دوه ټپيان راوړل شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
بلخوا د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، چې څو ځانمرګو بريدکوونکو غوښتل، چې د ملي امنيت د منسوبينود استوګنې ځاى ته ننوځي،خو له مخکې د اوپراتيفي څانګې له لوري پېژندل شوي او دوه بريدګر يې وژلي دي.
د سميع الله په نامه يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل ، چې بريدګر څلور تنه وو او په يوه زرنج رېکشاه کې راغلي وو.
د هغه په وينا، دوى چې له ځانونو څادرونه تاو کړي وو، له زرنج څخه له ښکته کېدو سره سم يې ډزې پيل کړې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن