ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوو ګوندونو له زلمي رسول ملاتړ وکړ

دوو ګوندونو له زلمي رسول ملاتړ وکړ

author avatar
13 Mar 2014 - 14:57
دوو ګوندونو له زلمي رسول ملاتړ وکړ
author avatar
13 Mar 2014 - 14:57

کابل (پژواک ٢٢ کب ٩٢): د وحدت اسلامي ګوند د بنسټ اېښودونکي عبدالعلي مزاري د نولسم تلين په غونډه کې دوو ګوندونو د زلمي رسول په مشرۍ د اعتدال، برابرۍ او جوړونې له ټېم څخه ملاتړ اعلان کړ.

عبدالعلي مزاري د ١٣٧٣ کال د کب مياشتې په ٢٢مه په کابل کې د طالبانو له خوا ونيول شو او بيا کندهار ته د چورلکې له لارې د لېږد پر مهال په غزني کې ووژل شو.

مزاري وروسته د بلخ ولايت د مزارشريف په ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

د مزاري د نولسم تلين غونډه نن په کابل کې د لويې جرګې په خېمه کې جوړه شوې وه .

په دې غونډه کې د ملت ګوند مشر ډاکترمحمد جعفر مهدوي وويل، چې مزاري تل د ملي يووالي لپاره هڅې کولې او ويل يې چې د قومونو تر منځ دښمني افغانستان له ستر ناورين سره مخ کولاى شي.

دى وايي، چې مزاري ټاکنې واک ته د رسېدو يواځېنۍ لار بلله.

 مهدوي د وري په ١٦مه يې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې مهمې وبللې او زياته يې کړه چې د دغو ټاکنو له لارې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې له يو منتخب ولسمشره بل منتخب ولسمشر ته په سوله ييزه توګه سياسي واک لېږدول کېږي.

دى وايي، د ملت ګوند ځکه د ولسمشريزو ټاکنو له نوماند ډاکتر زلمي رسول څخه ملاتړ کوي، چې د هغه په مشرۍ د اعتدال، برابرۍ او جوړونې ټېم کولاى شي د افغانستان ستونزې حل کړي .

هغه زياته کړه: ((موږ له نورو ټېمونو سره هم وليدل خو په دغه ټېم کې ډېر پاک کسان راټول شوي دي.))

د چارو ادارې د مشر صادق مدبر په مشرۍ د “ملي انسجام ګوند” هم له ياد ټېم نه ملاتړ وکړ.

په نننۍ غونډه کې ډاکتر سادات د دغه ګوند په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل، انسجام ملي ګوند ځکه له زلمي رسول نه ملاتړ کوي، چې په دغه ټېم کې وړ کسان شتون لري.

هغه زياته کړه: ((دغه ټېم کولاى شي، چې زموږ په هېواد کې روانې ستونزې پاى ته ورسوي.))

هغه وويل، چې د انسجام ملي ګوند رهبري له خپلو ټولو غړو او نورو خلکو غوښتنه کوي، چې زلمي رسول ته رايه ورکړي څو په هېواد کې سياسي ثبات رامنځته شي.

په ياده غونډه کې ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند ډاکتر زلمي رسول له ياد دواړو ګوندونو مننه وکړه، چې له ده څخه يې ملاتړ وکړ.

ده هم د عبدالعلي مزاري په اړه وويل: ((شهيد مزاري يو پوه شخص و، چې په هېواد کې يې د سياسي ثبات لپاره ښې نظريې درلودې.))

دى وايي، چې مزاري په هېواد کې د ټاکنو د ترسره کېدو، د عدالت او ملي يووالي د ټينګښت لپاره کار کاوه.

هغه زياته کړه: ((که موږ يو بل ته لاس ورکړو، کولاى شو چې د شهيد مزاري ارمانونو ته ورسېږو.))

د ولسمشرۍ دغه نوماند وويل، چې افغانستان يو معتدل مشر ته اړتيا لري او ټېم به يې د هر ډول تبعيض پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

ده بيا بيا پر ملي يووالي ټينګار کاوه او ويې ويل، چې په هېواد کې له شته امکاناتو په ګټې اخيستنې سره به سياسي ثبات ټينګ کړي.

هغه وايي: ((زه غواړم، چې يو ځوان حکومت جوړ کړم او د ښځو ونډه به هم په کې ډېره وي.))

د ولسمشرۍ لپاره ١١ کانديدانو د سلواغې په ١٣مه ټاکنيزې سيالۍ پيل کړې، چې پر مهال يې بېلابېلو ګوندونو او ټولنو له بېلابېلو کانديدانو ملاتړ کړى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.