ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو اتو  سرتېرو ته د زړورتيا مډالونه ورکړل شول

د ملي اردو اتو سرتېرو ته د زړورتيا مډالونه ورکړل شول

author avatar
13 Mar 2014 - 18:14
د ملي اردو اتو  سرتېرو ته د زړورتيا مډالونه ورکړل شول
author avatar
13 Mar 2014 - 18:14

کابل (پژواک ٢٢ کب ٩٢): ولسمشر حامد کرزي، د ملي اردو اتو سرتېرو ته د دوى د سرښندنې په موخه ستر دولتي مډالونه (د مېړانې په خاطر) ورکړل.

 د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ملي امنيت شورا د ١٣٩٢ کال د کب مياشتې د يوولسمې نېټې د ناستې د پرېکړې له مخې، ولسمشر کرزي اتو سرتېرو ته د دوى د سرښندنې او زړورتيا د ستاينې په موخه، چې د کونړ ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې يې د دښمن بريد پر شاه تمبولى و او د خپلو نورو سرتېرو له مرګ ژوبلې يې مخنيوى کړى وو، ستر دولتي مډالونه (د مېړانې په خاطر) ورکړل شول.

 خبرپاڼې زياته کړې، په هغو مراسمو کې چې نن په همدې مناسبت په ارګ کې تر سره شول، په داسې حال کې ، چې د ملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله خان محمدي او د دغه وزارت لوى درستيز ستر جنرال شيرمحمد کريمي هم ګډون درلود، د ولسمشر فرمان د وزيرانو شورا د چارو ادارې او دارلانشا عمومي مشر ډاکټر صادق مدبر له لوري ولوستل شو.

 د يادولو ده، چې د کب مياشتې په ٤ مه د کونړ ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې، د ملي اردو پر امنيتي پوستو د وسله والو له لوري بريد وشو، چې په پايله کې يې د ملي اردو ٢١ سرتېري ووژل شول.

 خبرپاڼې زياته کړې، چې په ياد بريد کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو د دويمې لوا د درېيم کنډک د څلورم ټولي منسوبينو د وطندوستۍ په لوړې روحيې او زړورتوب د دښمن پر وړاندې سخت مقاومت وکړ، د بريد مخه يې ډب او د نورو سرتېرو ژوند يې په ډېره زړورتيا سره وژغوره.

سرچينه وايي، له همدې امله ولسمشر کرزي د ملي دفاع وزارت  اتو زړورو او په وطن مينو سرتېرو هر يوه بريدمل نورالدين، بريدمل نورمحمد، بريدمل محمد ناصر، بريدمل محمد نعيم، بريدمل سردار، بريدمل صفرمحمد، بريدمل جمعه خان او بريدمل عبدالبشير ته د يوه فرمان په ترڅ کې لوړ دولتي مډالونه (د مېړانې په خاطر) وړاندې کړل.

 سرچينه زياتوي، چې ولسمشر کرزي دغه سرتېري له هېواد څخه په زړوره توګه د دفاع کولو او د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو په موخه ډېر وهڅول.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.