ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نيازي قوم سراسري او ټولنيزه شورا جوړه شوه

د نيازي قوم سراسري او ټولنيزه شورا جوړه شوه

author avatar
13 Mar 2014 - 17:04
د نيازي قوم سراسري او ټولنيزه شورا جوړه شوه
author avatar
13 Mar 2014 - 17:04

کابل (پژواک ٢٢ کب ٩٢): د نيازيو قومي سراسري ټولنيزه شورا نن په کابل کې پرانيستل شوه او هوډ يې وکړ، چې د خپل قوم د يووالي او  هغوى ته د ټولنيزو خدماتو د وړاندې کول په موخه به هلې ځلې وکړي.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، چې د نيازيو قوم اړوند سلګونو کسانو په کې له بېلابېلو ولايتونو ګډون کړى و، د دې شورا مشر انجنير عزيز الله نيازي وويل، دا چې په اوسنيو شرايطو کې افغانستان له سياسي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنيزو ګواښونو سره مخ دى، نو دوى به يې پر وړاندې قانوني مبارزه کوي.

ده زياته کړه، هڅه به وکړي چې د نيازيو تر منځ د متقابل احترام فضا او د همکارۍ روحيه رامنځته کړي او يووالى يې ترمنځ ټينګ کړي.

د هغه په وينا، کوښښ به وکړي، چې د خپل قوم له بېوزلو او ناروغو کسانو سره مرسته وکړي، په ودونو کې د بې ځايه لګښتونو او ناوړو دودونو مخنيوى وکړي او دې ورته نور اجتماعي خدمات به ورته وړاندې کړي.

نيازى وايي، د ښوونې او روزنې په برخه کې به هم د خپل قوم د پرمختګ په اړه اقدامات وکړي او ځوانانو ته به سالمې بوختياوې چمتو کړي.

دى زياتوي، د نيازو ياده شورا به له ټولو نورو قومونو او ټولنيزو شوراګانو سره نېکې اړيکې وپالي او د ګډ تفاهم لار به ورسره غوره کړي.

هغه هيله څرګنده کړه، چې د دې شورا له لارې به تر خپلې وسې د نيازيو د قوم اړوندې ستونزې هوارې کړي.

Visits: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.