کابل (پژواک ٢٢ کب ٩٢): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوى قوماندان يو ځل بيا په ډاګه کړه، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته د نړيوالو ځواکونو د نه شتون په صورت کې به القاعده يو ځل بيا خوځښتونه پيل کړي.
په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندن جنرال جوزېف ډنفورډ دغه څرګندونې پرون د امريکا د سنا مجلس ته کړې دي.
هغه د سناتورانو د پوښتنو په ځواب کې يو ځل بيا وړانديز وکړ، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته دې په افغانستان کې د اتو او ١٢زرو تر منځ سرتېري پرېښودل شي.
نوموړي د کابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي سند په اړه وويل، دوى کولى شي د دغه سند لاسليک ته د ٢٠١٤ کال د سپټمبر مياشتې (شپږ مياشتې نور) انتظار وباسي.
خو جنرال ډنفورډ وويل، تر يادې مياشتې وروسته د امنيتي سند د لاسليک ځنډول به خطرناکې پايلې ولري.
هغه زياته کړه: ((زما په نظر سند بايد تر سپټمبره پورې لاسليک شي، که له دې هاخوا وځنډول شي، نو نه يواځې خطرناکې پايلې به ولري، بلکې دوى به د ټولو سرتېرو ايستلو ته اړ شي.))
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوى قوماندان وايي، چې که تر ٢٠١٤ کال وروسته په دغه هېواد کې نړيوال ځواکونه پاتې نه شي، نو د دې امکان شته، چې القاعده يو ځل بيا سر راپورته او ستونزې پيدا کړي.
نوموړي زياته کړه، د دې ترڅنګ به په افغانستان کې حالات نور هم خراب شي او امنيتي ځواکونه به يې هم له ستونزو سره شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن