ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا ملي تلوېزيون خپرونې پيل کړې

پکتيکا ملي تلوېزيون خپرونې پيل کړې

author avatar
13 Mar 2014 - 19:12
پکتيکا ملي تلوېزيون خپرونې پيل کړې
author avatar
13 Mar 2014 - 19:12

ښرنه (پژواک ٢٢ کب ٩٢): د پکتيکا ملي تلوېزيون د لومړي ځل لپاره په دغه ولايت کې خپلې سيمه ييزې خپرونې پيل کړې.

د تلوېزيون خپرونې د افغانستان د ملي راډيو تلوېزيون لوى رييس محمد زرين انځور، د پکتيکا والي  محب الله صميم، په ولسي جرګه کې د خلکو استازي نادرخان کټوازي، ګڼو اداري چارواکو او مشرانو له خوا پرانيستل شوې.

پکتيکا د هېواد يواځينى ولايت دى، چې تر دې مهاله په کې هېڅ ډول انځوريزې رسنۍ فعاليت نه درلود او د دغه ولايت وګړي له تلوېزيوني خپرونو څخه بې برخې وو.

زرين انځور په دې اړه وويل، دغه پروژه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پراختيايي  بوديجې پر مټ جوړه شوې، شاوخوا ۱۳ نيم ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى، چې په معياري بڼه يې د ودانۍ او تخنيکي چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

نوموړي ژمنه  وکړه، چې د تخنيکي وسايلو په برخه کې به نورې هڅې هم وکړي.

د پکتيکا والي محب الله صميم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د مننې تر څنګ په دې ولايت کې د ملي تلوېزيون پرانيستل په سياسي، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې يو ښه ګام وباله.

هغه له مرکزي ادارې وغوښتل، چې د دغې پروژې د تخنيکي برخې په پياوړتيا کې هم مرسته وکړي، ترڅو پکتيکاوال هم د هېواد د نورو ولايتونو په څېر له خپلو حقونو برخمن شي.

په ولسي جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازي نادرخان کټوازي، د ولايتي شورا رييس عبدالمبين فقيرزاده هم د پکتيکاوالو د ژوند د پرمختګ په برخه کې د پکتيکا ملي تلوېزيون فعالول د ارزښت وړ وبلل او له مسوولينو يې وغوښتل، چې د سيمې د دود او کولتور اړوند خپرونو په جوړولو او خپرولو کې خپل مسووليت ترسره کړي.

پکتيکا کې اوسمهال له ملي راډيو تلوېزيون سربېره، درې سيمه ييزې خصوصي راډيوګانې هم فعاليت لري.

د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا په سرروضې ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې دوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دې ولايت امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، نن تر غرمې وروسته د سرروضې ولسوالۍ اړوند د پړاو په سيمه کې د ملکي وګړو پر مازدا موټر ماين وچاودېد.

ده زياته کړه، په چاودنه کې يو تن ووژل شو او موټرچلوونکی يې ژوبل شو.

د هغه په خبره، وژل شوی تن د کندهار ولايت اوسېدونکی و او اورګون ته يې د خپلې هټۍ لپاره توکي لېږدول.

کومې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.