ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوو تنو ماين خښوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

اوو تنو ماين خښوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
14 Mar 2014 - 10:53
اوو تنو ماين خښوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
14 Mar 2014 - 10:53

لښکرګاه(پژواک،۲۳کب۹۲):د هلمند چارواکي وايي، په دوه بېلا بيلو پېښو کې  شپږ وسله وال طالبان  د ماينونو د خښولو پرمهال وژل شوي دي.

د هلمند ولايت دامنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سمونوال عبدلاحد چوپان د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره  شپه د نوزاد ولسوالۍ پرلويه  لاره  د کورو بند په سيمه کې پر وسله والو طالبان د خپل  ماين چاودنه وشوه.

چوپان زياته کړه، چې په دغه  چاودنه کې ٤ طالبان  وژل شوي او يوه  يې ټپي شوى دی.

دغه راز د نوزاد ولسوال سيدمراد سادات پژواک ته وويل، چې په  ياده چاودنه کې ٣ تنه وسله وال وژل شوي، چې جسدونه يې د پوليسو لخوا ولسوالۍ ته وړل شوي.

ولسوال وايې، چې  په همدي شپه په خانشين کې ٢ تنه و سله وال د پوليسو لخوا هغه مهال ووژل شول، چې غوښتل يې پر لويه لاره ماين ځای پرځای کړي.

دده په خبره، په  وژل شويو کسانو کې يو تن يې ملا عصمت  نومېږي،  چې  په ماين جوړولو کې ماهر وو.

طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.