کابل(پژواک،٢٣کب)٩٢):پکتيکا چارواکي وايي، چې د نويد په نامه د پيل کړو عملياتو په ترڅ کې د دوه تنو بهرنيو ازبک جنګيالو په ګډون ٦ وسله والو وژل شوي او ٣ تنه يې ټپيان دي.
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نويد په نامه دغه عمليات د کب په شلمه د افغان ګډو ځواکونو له لوري پيل شوي دي.
افغان وايي، په دغو چاڼيزو عملياتو کې د دوه بهرني ازبک جنګياليو په ګډون ٦ تنه وسله والو طالبان وژل شوي او درې تنه نور يې ټپيان شوي دي.
د مخلص افغان په خبر،دغه چاڼيز عمليات د ۱۳۹۳کال ولسمشريزۍ او ولايتي شوراګانو د ټولټاکنو د خونديتوب په موخه پيل شوي دي.
نوموړي وويل،دا عمليات د پکتيکا ولايت برمل سرحدي او سروبي ولسواليو ځينې سيمو لا هم روان دي.
هغه زياتوي، چې په دغو عملياتو کې يو شمېر سپکې او درنې وسلې، چاودېدنکي توکي او مهمات هم نيول شوي دي .
مخلص افغان وويل، ټاکل شوې، چې ياد عمليات د پکتيکا ولايت ټولو ولسواليو ته وغزيږي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن