کندهار ښار (پژواک ٢٤ کب ٩٢): امنيتي مسوولينو په کندهار او هلمند ولايتونو کې د ١٠ وسله والو د وژلو خبر ورکړى دى.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ګډو افغان امنيتي ځواکونو د “چمتو درې” په نوم په تېرو ٢٤ ساعته تصفيوي عملياتو کي شپږ وسله وال مخالفين وژلي او يو شمېر مهمات يې لاس ته ورغلي دي.
سرچينې زياته کړې، ياد عمليات په ميوند او پنجوايي ولسواليو کې ترسره شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راز امنيتي ځواکونو د پنجوايي ولسوالۍ د کنوزي او دواب په سيمو کې د چاودېدونکو توکو يوه ٢٠ کيلويي بوشکه ، ٢٠ بېلابېل ماينونه، ١٠٠ مرمۍ او يو M16 ډوله ټوپک لاس ته راوړي دي.
د “چمتو درې” په نوم تصفيوي عمليات په کندهار ښار او ولسواليو کې د راتلونکو ټاکنو د لا ښه امنيت د تامين په موخه پلي شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې څلور وسله وال وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وسله وال د ماين پر جوړولو بوخت وو، چې خپل ماين پرې چاودېدلى دى.
وسله والو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن