ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنې دوه پوليس ووژل

چاودنې دوه پوليس ووژل

author avatar
15 Mar 2014 - 13:21
چاودنې دوه پوليس ووژل
author avatar
15 Mar 2014 - 13:21

کابل (پژواک ٢٤ کب ٩٢): د ميدان وردګو چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د ماين چاودنې پنځو پوليسو ته مرګ وژبله اړولې ده.

د ياد ولايت امنيه قوماندان احمدفهيم قايم د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د غزني د پوليسو اړوند يو رينجر موټر، چې دغه ولايت ته پر لاره و، د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې پرې د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.

قايم وايي، چې په دې ېېښه کې پنځه پوليس ټپيان شوي دي.

بلخوا د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوږياڼي پژواک ته وويل، چې دغه پېښه د سيداباد ولسوالۍ د هفت اسياب په سيمه کې رامنځته شوې، چې په کې ٢ پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

نوموړى وايي، دغه پوليسو په يوه رينجر موټر کې سپار وو او غزني ولايت ته تلل.

په ورته مهال د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک ته د دې پېښې پخلى وکړ.

ننګ وايي، چې په دې پېښه کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د يادې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.