ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني عالمانو مېرمنې په ټاکنو کې ګډون ته وهڅولې

author avatar
16 Mar 2014 - 17:58
author avatar
16 Mar 2014 - 17:58

غزني(پژواک،۲۵ کب ۹۲): د غزني ديني عالمانو له مېرمنوغوښتنه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې دې ګډون وکړي او د خپلې خوښې وړ کانديد ته دې رايه وکړي.

علماوو دا غوښتنه نن (د کب په ٢٥مه) غزني ولايت کې د يوه سيمينار په ترڅ کې، چې د ټاکنو کمېسيون له لوري جوړه شوى و، وکړه.

په دې سيمينار کې د دغه ولايت شاوخوا يونيم سل  ديني عالماوو ، قومي مشرانو اودمدني ټولنوغړو ګډون کړى وو.

په ياد سيمينار کې يوشمېر ديني عالمانو اوقومي مشرانو خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې مېرمنې هم لکه دنارينه وو په څېر حق لري، چې په ټاکنوکې برخه واخلي او رايه ورکړي.

د غزني دټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر رييس شاجهان سروري وويل، نننى سيمينار يې په دې موخه جوړکړى، چې دغزني خلک دټاکنوپه اړه نور پوهاوى هم ترلاسه کړي.

نوموړي له ديني عالمانو  غوښتنه وکړه ، چې د ټاکنو په اړه دې په جوماتونواو کليوکې عامو خلکوته معلومات ورکړي.

هغه وويل:(( ديني عالمان او قومي مشران خلکوته د ټاکنوپه اړه عامه پوهاوي کې مهم رول لري اوبايد خپل دا مسووليت په ښه توګه ادا کړي.))

سروري زياته کړه، چې په راتلونکي کې به هم داسې ورته سيمينارونه جوړکړي.

 ديني عالم مولوي عليزاده وويل:(( په اسلام کې د مېرمنو حق معلوم دى، نو زموږ هېواد اسلامي هېواد دى بايد د کورنيو له لوري په ټاکنوکې د ونډې حق ورکړل شي.))

د غزني ښار  قومي مشر حاجي عبدالحکيم وويل، په غزني کې بايد مېرمنوته ددې زمينه برابره شي، چې وکولاى شي، په ازاده توګه په ټاکنوکې برخه واخلي.

نوموړي وويل: ((دولت بايد د ټولو مرکزونو په ځانګړي ډول د رايې د هغو  مرکزونو سمه ساتنه وکړي، چې مېرمنې په کې رايه ورکوي.))

د غزني والي موسى خان اکبرزاده په دغه سيمينار کې د غزني خلکوته ډاډ ورکړ، چې دوى به دټاکنود ټولو مرکزونو امنيت وساتي.

والي وويل:(( په غزني کې امنيت ډېر ښه شوى  ، امنيتي ځواکونه کوښښ  کوي، چې ددغې ورځې امنيت وساتي.))

ياده دې وي،  چې له دې مخکې  هم په غزني کې ورته سيمينارونه او غونډې جوړې شوې وې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.